اسلام آباد۔11اګست (اے پي پي)د پارلیماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئېلي دي د پي ټي آئي احتجاج تر څو به د دوي واحد مقصد پاتي وي ، احتجاج سیاسي حق دے ، خو ورانكاري او د املاک تباهي د دې برخه نه ده ، سړکونه بندول او د عامو وګړو یرغمالول جمهوري حق نه شي كېدے۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ایکس …
د پي ټي آئي احتجاج به تر څو د دوي يوازينے مقصد وي ،د هرې مسئلې ځواب په سړکونو د احتجاج په صورت وركول د سیاسي ناکامۍ اعتراف دے ،طارق فضل چوهدري
اسلام آباد۔11اګست (اے پي پي)د پارلیماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئېلي دي د پي ټي آئي احتجاج تر څو به د دوي واحد مقصد پاتي وي ، احتجاج سیاسي حق دے ، خو ورانكاري او د املاک تباهي د دې برخه نه ده ، سړکونه بندول او د عامو وګړو یرغمالول جمهوري حق نه شي كېدے۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ایکس يو بیان كښې ده ووئېل د هرې مسئلې ځواب په سړکونو د احتجاج په صورت وركول د سیاسي ناکامۍ اعتراف دے ۔د اولس د رښتنې نمائندګۍ ادعا چې لرئ نو د سړکونو بندولو په ځائے د ووټرز تر مينځه كېنې ۔د اولس درد كه لرئ نو سړکونو ته د راوتلو په ځائے د دوي مسائل حل کرئ ، تر لاسه مینډیټ د اړي ګړي په ځائے په کارکردګۍ بدل كړئ ۔ ده ووئېل اولس ووټ د خدمت او نمائندګۍ لپاره دركړے دے، د هېواد مفلوج کولو لپاره نه ، پاکستان ته د احتجاجي سیاست ته نه ترقۍ ، روزګار او سرمایه کارۍ ضرورت د ے، ده ووئېل هېواد دا وخت تعلیم، صحت او امن ته زياته اړتيا لري ۔د ریاستي املاک سوځول او اولس د ستونزو سره مخ كول سیاست نه دے۔ ده ووئېل احتجاج حق دے خو د پاکستان امن ته د اور ورته كولو به چا له ادازه ورنه كړو ۔پي ټي آئي دې سیاست وكړي ٬ اړے ګړے دې نه خوروي ، د اولس خدمت دې وكړي اذیت دې نه وركوي









