اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال سره د تركيه د اعلی كچې تكنيكي پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د روغتيا په څانګه كښې تكنيكي مرستې ته په ودې وركولو او د همكارۍ نوو موقعو په لټولو اتفاق وكړے شو۔ د تركيه د تكنيكي پلاوي د پاكستان دورې مقصد د روغتيا په څانګه كښې د مرستې د نوو امكاناتو جاج اغستل دي۔ پلاوې به پاكستان …
د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال سره د تركيه تکنیکی پلاوي ملاقات ، د روغتيا په څانګه كښې تكنيكي مرستې ته په ودې وركولو او د همكارۍ نوو موقعو په لټولو اتفاق
اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال سره د تركيه د اعلی كچې تكنيكي پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د روغتيا په څانګه كښې تكنيكي مرستې ته په ودې وركولو او د همكارۍ نوو موقعو په لټولو اتفاق وكړے شو۔ د تركيه د تكنيكي پلاوي د پاكستان دورې مقصد د روغتيا په څانګه كښې د مرستې د نوو امكاناتو جاج اغستل دي۔ پلاوې به پاكستان كښې د وېكسين په ځائي كچه د جوړولو صلاحيتونو د امكانات هم جاج اخلي۔ وفاقي وزير پلاوي سره خبرو كښې ووئيل د پاكستان او تركيه ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په پخوانو او مضبوطو بنيادونو ولاړې دي۔ ده ووئيل پاكستان د روغتيا په څانګه كښې تركيه سره همكارۍ او دې ته لا پراختيا وركولو ته زيات اهميت وركوي۔ مصطفیٰ کمال ووئيل پاكستان كښې د وېكسين په ځائې كچه جوړولو كښې پیشرفت روان دے۔ پاکستان په اولني ځل نېشنل وېكسين پالېسي جوړه كړې ده۔ ده ووئيل حكومت وګړو ته 13 قسمه وېكسين وېړيا وركوي۔ دا ټول وېكسين د بهر څخه راځي۔ د دې مصاريف 51 فيصد پاكستان او 49 فيصد نړيوالې ادارې پورته كوي۔ ده ووئيل تر كال 2030ء به بهرنۍ مرسته په بشپړه توګه ختمه شي او بيا به پاكستان ټول مصاريف په خپله پورته كوي۔ ده ووئيل د وېكسين په درآمد كولو د كال نزدې 1.2 ارب امریکائي ډالره مصرف راځي۔ له دې كبله د دې په ځائي كچه جوړول ضروري دي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې د انډونيشيا بائیو فارما کمپنۍ سره د وېكسن په ځائي كچه د جوړولو لوظنامې شوي دي









