نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ورمخې ته مسئلو په اړه د جاج اغستو غونډه

  اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ورمخې ته مسئلو جاج اخستو لپاره د غونډې مشري وكړه ۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د حکومت لخوا تراوسه د پورته كړو بېلو ګامونو نه خبر كړے شو كوم چې بهر هېوادونو كښې مېشته د …

 

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ورمخې ته مسئلو جاج اخستو لپاره د غونډې مشري وكړه ۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د حکومت لخوا تراوسه د پورته كړو بېلو ګامونو نه خبر كړے شو كوم چې بهر هېوادونو كښې مېشته د پاكستان نوموړو استازو سره د مشاورت نه وروستو د هغوي مسئلو لپاره پورته كړې شوي ۔ دوي ته په دې لړ كښې د پاکستانيانو سهولت لپاره د پېل كړو نوو اقداماتو په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د ترسيلات زر د لارې د هېواد معيشت كښې ځانګړې كردار لوبوي۔ په دې موقع ده پاكستانيانو ته بېل خدمات رسولو لپاره د ډيجيټل ټيکنالوجيز د استعمال په وده زور راوړو دغسې چې هغوي ته د خدمات ترلاسه كولو لپاره پخپله په دفترو كښې د حاضرۍ ضرورت پېښ نه شي۔ په غونډه كښې د اوورسيز پاکستانيز وفاقي وزير ، وزير مملکت، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، سيکريټري آئي پي سي اونورو شراكتدارو ګډون كولو

مزید خبریں