اسلام آباد11اګست (اے پي پي) د ګران وطن سره د وفا جذبې تر مخه د پاکستان د 79مې جشن آزادي په زړه پورې ټيزر جاري كړے شو چې پكښې قام ته د آزادۍ ورځ په دستورو كښې د ولولې او جذبې سره د ګډون كولو بلنه وركړې شوې۔ په جاري ټيزر كښې په قام زور راوړلے شوے چې د شين بېرغ په لاس نيولو سره د آزادۍ د شپې …
د 79مې آزادۍ ورځ په موقع په زړه پورې پروګرام، د آزادۍ جشن خاص ټيزر جاري
اسلام آباد11اګست (اے پي پي) د ګران وطن سره د وفا جذبې تر مخه د پاکستان د 79مې جشن آزادي په زړه پورې ټيزر جاري كړے شو چې پكښې قام ته د آزادۍ ورځ په دستورو كښې د ولولې او جذبې سره د ګډون كولو بلنه وركړې شوې۔ په جاري ټيزر كښې په قام زور راوړلے شوے چې د شين بېرغ په لاس نيولو سره د آزادۍ د شپې په شان و شوکت دې لا زيات كړے شي او د آزادۍ جشن دې په قامي جذبه ولمانځلې شي٬ ټول دې په موقع يو غږ شي او په فضا كښې دې د “پاکستان هميشه زنده باد” سلوګن هسك اوساتي٬ د ټيزر له مخې په 13 اګست به د شپې په يادګارِ فتح د آزادۍ ورځ په حواله يوه زړه پورې پروګرام هم كولې شي چې پكښې به د جشن آزادۍ په موقع د ملي جذبې او د قامي وحدت مكمل څرګندونه كولې شي









