اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د 14م ساوتھ اېشین ګېمز تياريانو جاج اغستلو له د نهې په ورځ د يوې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر له مخې پاكستان به مارچ 2027 كښې د دې لوبو كوربتوب كوي۔ نائب وزیراعظم د لوبو مهمو چارو نګرانۍ لپاره د ذېلي كمېټو تشكيلولو هدايت وكړو۔ ده په وخت د منصوبه بندۍ او د ټولو اړوندو فريقو …
د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې 14م ساوتھ اېشېین ګېمز له د چمتوالي جاج اغستو غونډه
اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د 14م ساوتھ اېشین ګېمز تياريانو جاج اغستلو له د نهې په ورځ د يوې غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر له مخې پاكستان به مارچ 2027 كښې د دې لوبو كوربتوب كوي۔ نائب وزیراعظم د لوبو مهمو چارو نګرانۍ لپاره د ذېلي كمېټو تشكيلولو هدايت وكړو۔ ده په وخت د منصوبه بندۍ او د ټولو اړوندو فريقو ترمينځه د نزدې رابطې ساتلو په اهميت زور راوړو دغسې چې پاكستان ددې لوبو بهترين او معياري كوربتوب باوري كړے شي۔ ده ووئيل 14م ساوتھ اېشین ګېمز پاكستان ته د خپلو لوبو صلاحيت ٬ مېلمستيا او انتظامي استعداد نړۍ ته د ښودلو موقع وركوي۔ د دې د لارې نړۍ ته د امن ٬ خېرسګالۍ او هم آهنګۍ پېغام هم تلې شي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق باجوه ٬ د پاكستان اولمپک اېسوسی اېشن صدر عارف سعید، د بېن الصوبائي رابطه سېكرټري ٬ ډي جي پاكستان سپورټس بورډ٬ د خزانې وزارت چارواكي او د پنجاب او خېبر پښتونخوا استازو ګډون وكړو









