اسلام آباد۔11 اګست (اے پی پی) د آزادۍ ورځې رارسېدو سره په ګرد هېواد كښې د وګړو لېوالتيا او جوش د ليدلو دے٬ وګړو د شنو بيرغونو، ملي سندرو او بېلابېلو محفلونو له لارې وطن سره د خپلې مينې څرګندونه پېل کړې ده۔ د آزادۍ ورځې په مناسبت یو وګړي ووئيل پاك سرزمين زمونږ د خوبونو چمن دے ٬ د دې ترلاسه كولو له زمونږ مشرانو بلها قربانۍ وركړې۔ …
د آزادۍ ورځې رارسېدو سره ګرد هېواد كښې د وګړو لېوالتيا ٬ وطن سره د مينې او عقيدت څرګندونه
اسلام آباد۔11 اګست (اے پی پی) د آزادۍ ورځې رارسېدو سره په ګرد هېواد كښې د وګړو لېوالتيا او جوش د ليدلو دے٬ وګړو د شنو بيرغونو، ملي سندرو او بېلابېلو محفلونو له لارې وطن سره د خپلې مينې څرګندونه پېل کړې ده۔ د آزادۍ ورځې په مناسبت یو وګړي ووئيل پاك سرزمين زمونږ د خوبونو چمن دے ٬ د دې ترلاسه كولو له زمونږ مشرانو بلها قربانۍ وركړې۔ ده ووئيل د پاكستان په څير بل كوم هېواد نشته۔ په سروے كښې وګړو ددې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به تل آزاد ٬ خپلواكه او آباد پاتے وي او هغوي به د دې پرمختګ ٬ سوكالۍ او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ دوئي ووئيل د آزادۍ لمانځل يوازې يو جشن نه بلكه دا مونږ ته آزادي ترلاسه كولو له وركړې شوې قربانۍ يادوي او وطن سره د وفادارۍ د لوظ پخلي موقع راكوي۔ دوئي دعا وكړه چې پاك پروردګار دے زمونږ هېواد دغسې آزاد او سوكاله ساتي









