اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف کولمبیا كښې د سختې زلزلې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان او په لويه كچه خپره شوې تباهۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښی وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت او اولس لخوا صدر ابیلاردو ډی لا اېسپرییلا، د کولمبیا اولس او هغه ټولو كورنيو سره غمرازي كوم كومو چې خپل …
د وزيراعظم په كولمبيا كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه
اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف کولمبیا كښې د سختې زلزلې په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان او په لويه كچه خپره شوې تباهۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښی وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت او اولس لخوا صدر ابیلاردو ډی لا اېسپرییلا، د کولمبیا اولس او هغه ټولو كورنيو سره غمرازي كوم كومو چې خپل مينه وال له لاسه وركړې دي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ دعاګانې او خواخوږۍ ژوبل شوو او د دې پېښې د لاسه ځپليو شوو سره دي۔ پاكستان په دې سخت وخت كښې د كولمبيا اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي۔









