اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره په پاكستان كښې د امريكې ناظم الامور نټالي بيكر د خزانې وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او امريكې ترمينځه اقتصادي اړيكو٬دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كارۍ او مالياتي مرستې ته لا ودې وركولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزانې وزير د امريكې ناظم الامور د خپلې اوسنۍ واشنګټن دورې په اړه …
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره د امريكې ناظم الامور نټالي بيكر ملاقات
اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره په پاكستان كښې د امريكې ناظم الامور نټالي بيكر د خزانې وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او امريكې ترمينځه اقتصادي اړيكو٬دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كارۍ او مالياتي مرستې ته لا ودې وركولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزانې وزير د امريكې ناظم الامور د خپلې اوسنۍ واشنګټن دورې په اړه خبر كړو چرته چې هغه د امريكې خزانې وزير٬نړيوال مالياتي فنډ(آئي ايم ايف)اعلٰی انتظاميې٬د امريكې انټرنېشنل ډويلپمنټ فنانس كارپورېشن(ډي ايف سي)او د امريكې ايكسپورټ امپورټ بينك(ايګزم بينك)چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔په ملاقات كښې د پاكستان او امريكې ترمينځه د شريك تجارتي فريم ورك په اړه د امريكې تجارتي استازي دفتر(يو ايس ټي آر)سره د اوسنو خبرو اترو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزانې وزير په نړيوال كيپټل ماركيټس كښې د پاكستان اوسني پېشرفت او مالي مرستې ذريعې پراخه كولو هڅو څخه هم د امريكې ناظم الامور خبر كړو۔د امريكې ناظم الامور د پاكستان اقتصادي اصلاحاتي تګلارې لپاره د امريكې ملاتړ پخلے وكړو او د سخت وخت باوجود معيشت مستحكم ولو لپاره يې د حكومت هڅې وستائېلې۔نټالي بيكر د پاكستان سره دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كاري او اقتصادي مرستې لا قوي كولو كښې د امريكې پرله پسې خوښۍ څرګنده كړه او د پاكستان معيشت مهمو څانګو كښې د امريكې كمپنيو لا ګډون لپاره يې خوښي ولرله ۔









