اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قازقستان سره د خپلې ګن اړخيزې شراکت دارۍ لا مستحکمولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئېلي دي پاکستان د قازقستان سره سيمه ايزو رابطو ته ودې وركولو ، تجارتي روابط زياتولو او د توان، تعلیم او اولسي روابط پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو له خوښي لري ۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د قازقستان پاکستان …
پاکستان د قازقستان سره په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې لا پراختيا له خوښي لري ٬ د وزیراعظم شهباز شریف د قازق سفیر سره خبرې
اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قازقستان سره د خپلې ګن اړخيزې شراکت دارۍ لا مستحکمولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئېلي دي پاکستان د قازقستان سره سيمه ايزو رابطو ته ودې وركولو ، تجارتي روابط زياتولو او د توان، تعلیم او اولسي روابط پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو له خوښي لري ۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د قازقستان پاکستان كښې سفیر یرژان کستافین د خپلو سفارتي ذمه وارو په تر سره كولو د ګل په ورځ وزیراعظم هاوس كښې د مخه ښې ملاقات كولو ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه ملاقات كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزیر سینیټر محمد اسحاق ډار او خاص مرستيال طارق فاطمی هم موجود وو ۔ وزیراعظم قازق سفیر ته د هغه په سفارتي دوره كښې د پاکستان او قازقستان ترمينځه د تاریخي دوستانه اړيكو او د شرېكې مرستې لا مضبوطولو كښې د مهم خدمات ستائنه وكړه ۔وزیراعظم په خاص توګه فروري 2026ء كښې د قازقستان صدر قاسم جومارت توقایف د پاكستان دورې کامیابولو كښې د سفیر د کردار ستائنه وكړه د كومې په نتيحه كښې چې د دواړو هېوادونو اړېكې د سټریټجک شراکت دارۍ كچې ته رسېدلي دي۔ وزیراعظم د صدر توقایف لپاره د نیکو هيلو پیغام وركړو او د دې عزم پخلے يې وكړو چې پاکستان د قازقستان سره ګن اړخيزه شراکت داري لا مستحکمولو لپاره عزم لري ۔ ده ووئېل دې مقصد لپاره سيمه ايزو رابطو ته وده وركول ، د تجارتي روابطو زياتول او د توان، تعلیم او اولسي كچې روابط بشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته به لا پراختيا وركولې شي ۔د قازقستان سفیر یرژان کستافین پخپله سفارتي موده كښې په مرسته او معاونت د وزیراعظم مننه وكړه۔ هغه دا باور ولرلو چې د سټریټجک شراکت دارۍ تر مخه به د پاکستان او قازقستان اړېكو لا پرمختګ روان ساتلے شي ۔ دغس ېوزیراعظم د قازق سفیر سباون كښې کامیابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔









