اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ملاقات وكړو ، چې پكښې د نړيوال امن په اړه د پاکستان په کامیاب سفارتي کردار خبرې وشوې ۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس نه جاري بیان تر مخه دواړو لارښودو مکه لوظ نامه د مسلمانانو او په خاص توګه د پاکستان لپاره يوه ډېره لويه سفارتي کامیابي …
د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني سره د ګورنر فیصل کریم کنډي ملاقات
اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني سره د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ملاقات وكړو ، چې پكښې د نړيوال امن په اړه د پاکستان په کامیاب سفارتي کردار خبرې وشوې ۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس نه جاري بیان تر مخه دواړو لارښودو مکه لوظ نامه د مسلمانانو او په خاص توګه د پاکستان لپاره يوه ډېره لويه سفارتي کامیابي او په راتلونكې كښې د زړه پورې اثرات وړ وګرځوله ۔ملاقات كښې خیبر پښتونخوا كښې د امن و امان په صورتحال ، د صوبې د حقونو په اړه وفاق سره په معاملات هم خبرې وشوې ۔ په دې موقع د سېنېټ چیئرمین د صوبې حقونو په اړه د ګورنر فیصل کریم کنډي د هڅو ستائنه وكړه ۔ ده پخوانۍ فاټا او پاټا كښې د ټیکسونو خاتمې په اړه هم د ګورنر کردار اولس دوسته او د ګوند د منشور سره سم ګرځولو سره هغه ته پېرزوئنې وړاندې كړې









