د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د اروپائي پارليمان غړي اوندرے دوستال ملاقات

  اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د ګل په ورځ د اروپائي پارليمان غړي اوندرے دوستال په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف په شريكو اړيكو٬مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع خبرو اترو كښې سپيكر ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د پاكستان او …

 

اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د ګل په ورځ د اروپائي پارليمان غړي اوندرے دوستال په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف په شريكو اړيكو٬مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع خبرو اترو كښې سپيكر ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه پارليماني روابط لا مستحكمولو ته ضرورت دے٬ د پاكستان د اروپائي ائتلاف ترمينځه شريكې مرستې ته لا پراختيا وركولو موقعې موجود دي۔ده ووئيل  موسمياتي بدلون يو نړيوال چېلنج دے٬ د ه ووئېل د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه شريكو او موثره ګامونو ته اړتيا  ده ٬پاكستان د موسمياتي بدلونونو منفي اثرات څخه تر ټولو زيات متاثره شوو هېوادونو په نوم لړ  كښې شامل دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر پنجاب كښې په بيلو څانګو كښې كړي اصلاحات او پرمختيائي اقدامات وستائېل او وې وئېل  پنجاب كښې د استاذانو تربيه٬فني و پيشه وره تعليم او نورو څانګو كښې پېشرفت د ستائنې وړ دے٬پاكستان سره د صلاحيت لرونې او هنرمند قوت پراخه ذخيره موجود ده كومې څخه چې اروپائي ائتلاف استفاده كولې شي٬د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه تعليم٬هنرمند افرادي قوت٬تربيت او روزګار په څانګو كښې د مرستې پراخه موقعې موجود دي٬ ده ووئېل د امن  راوستو او په منطقه كښې استحكام لپاره د پاكستان كردار د نړيوالې ورورولۍ لخوا ستائېلے كيږي۔د اروپائي ائتلاف غړي د پاكستان سيمه ايز امن٬پارليماني سفارتكارۍ او نړيوالې مرستې لپاره هڅې وستائېلې ٬ هغه ووئېل د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په ملګرتيا او شريك احترام اډانه اړيكې د اهميت وړ دي۔هغه ووئيل  د پاكستان شمالي سيمې د قدرتي ښكلا څخه ډكې دي۔

مزید خبریں