اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ګل په ورځ په پاکستان كښې د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د مخه ښې ملاقات وكړو ۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د سفير خضر فرهادوف د خدمات او كردار …
خارجه وزير اسحاق ډار سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د مخ ښې ملاقات
اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ګل په ورځ په پاکستان كښې د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د مخه ښې ملاقات وكړو ۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د سفير خضر فرهادوف د خدمات او كردار ستائنه وكړه۔ ده د سفير سباٶن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او د آذربائيجان صدر الهام عليوف او خارجه وزير جيهون بائراموف لپاره يې د خپلو نېكو هيلو او د خېرسګالۍ جذبات پېغام وركړو۔ سفير خضر فرهادوف د خپلې سفارتي مودې په مهال په مرسته او ملاتړ د نائب وزيراعظم و خارجه وزير مننه وكړه۔ هغه په منطقه كښې تل پاتې امن ترلاسه كولو لپاره د پاكستان د ستائنې وړ هلو ځلو ستائنه هم وكړه









