اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې د اقليتي ورورولۍ كردار ستائلو سره وئيلي دي په پاكستان كښې ژوند كوونكې اقليتونه د تعليم ٬ روغتيا او تجارت په شمول د ژوند په ټولو څانګو كښې د قدر وړ خذمات ترسره كوي ، د پاكستان د آئين آرټیکل 25 له مخې ټول وګړي د قانون په نظر كښې كه …
پاكستان كښې اقليتونه د ژوند په ټولو څانګو كښې د قدر وړ خذمات ترسره كوي: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق
اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې د اقليتي ورورولۍ كردار ستائلو سره وئيلي دي په پاكستان كښې ژوند كوونكې اقليتونه د تعليم ٬ روغتيا او تجارت په شمول د ژوند په ټولو څانګو كښې د قدر وړ خذمات ترسره كوي ، د پاكستان د آئين آرټیکل 25 له مخې ټول وګړي د قانون په نظر كښې كه هر رنګ ٬ جنس يا مذهب لري يو برابر دي او د قانوني تحفظ حق لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اقليتونو قامي ورځې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې هر كال په 11 اګست ملي جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ سپيكر ووئيل د اقلیتونو قومي ورځ مونږ ته متقابل احترام ، زغم ٬ مذهبی همغږۍ او قامي يووالي ته د ودې وركولو عزم پخلي كولو موقع راكوي۔ ده ووئيل په 11 اګست 1947ء دستور ساز اسمبلۍ ته خپل تاريخي خطاب كښې د پاكستان مؤسس حضرت قائد اعظم (رح) وفرمائيل هر يو وګړے په خپل مذهب عمل كولو ٬ خپلو عبادتخانو ته تللو او د خپلې عقيدې له مخې ژوند كولو له آزاد دے۔ ده ووئيل د پاكستان رياست د قائد اعظمؒ په دغه وژن عمل كوي او پاكستان كښې ژوند كوونكو ټولو وګړو ته د بشپړه مذهبي آزادۍ په شمول يو برابر حقونه ترلاسه دي۔ ده ووئيل د قومي اسمبلۍ پخواني سپيكر سی ای ګبن، د پنجاب اسمبلۍ پخواني سپيكر ایس پی سنګھا، جسټس اے آر کارنیلیئس، جسټس دراب پټېل، جسټس رانا بھګوان داس، ډاکټر رتھ فاؤ، سکواډرن لیډر پاک فضائیه سیسل چوھدری، ګروپ کېپټن پاک فضائیه کامران بشیر او د نوموړي سفارتكار جمشېد ماركر په شمول نور غېر مسلم شخصياتو د ژوند په بېلو څانګو كښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي ډي۔ په دې موقع ډپټي سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاہ ووئيل د اقليتونو قامي ورځو مونږ ته دا ورځ يادوي چې د پاکستان پرمختګ او استحكام كښې د ټولو مذهبونو منونكو بشپړ كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل رواداری، متقابل احترام او مذهبي آزادي د يوې مضبوطې ٬ سولييزې او سوكاله ټولنې بنياد دي۔ ده ووئيل د قائد اعظم د وژن او د آئين پاكستان د روح له مخې يوه داسې ټولنه تشكيلول زمونږ ګډه ذمه واري ده چرته چې ټول وګړي له كوم مذهب ٬ رنګ او نسل پرته مذهبي آزادۍ سره ژوند وكړے شي۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې پارليمان به د اقليتونو د حقونو تحفظ ٬ مساوي موقعو وركولو او د بېن المذاهب هم آهنګۍ ودې له خپل كردار په بشپړ ډول ترسره كوي









