د پاكستان٬ سعودي عربستان او تركيه دفاعي لوظنامه د اسلامي نړۍ يوو والي او منطقه كښې امن او استحكام پلو مهم پېشرفت وګرځولے شو٬ د پېنډۍ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو څرګندونې

  پېنډۍ ۔10اګست(اے پی پی) د پېنډۍ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو  په مكه مكرمه كښې د پاکستان، سعودی عرب او ترکیه ترمينځه لاس ليك شوې دفاعي لوظنامه تاريخي او خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دا لوظنامه به د درېو واړو ورنړو اسلامي هېوادونو ترمينځه دفاعي همكاري ٬ باور او يو والي ته نوے قوت وركړي او په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو كښې به مهم …

 

پېنډۍ ۔10اګست(اے پی پی) د پېنډۍ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو  په مكه مكرمه كښې د پاکستان، سعودی عرب او ترکیه ترمينځه لاس ليك شوې دفاعي لوظنامه تاريخي او خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دا لوظنامه به د درېو واړو ورنړو اسلامي هېوادونو ترمينځه دفاعي همكاري ٬ باور او يو والي ته نوے قوت وركړي او په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو كښې به مهم كردار ترسره كړي۔ د قامی اسمبلۍ د كابينه ډويژن قائمه كمېټۍ چیئرمېن او د پاكستان مسلم ليګ (ن) پېنډۍ ډويژن صدر ملك ابرار احمد ووئيل دا يوازې يوه دفاعي لوظنامه نه ده بلكې د پاکستان، سعودی عرب او ترکیه ترمينځه د باور٬يووالي او همكارۍ پېل دے۔ انجینئر راجه قمر الاسلام ووئيل د پاکستان، سعودی عرب او ترکیه ترمينځه دفاعي همكارۍ كښې زياتوالې د درېو واړو هېوادونو د تاريخي او ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔ شازیه رضوان ووئيل د پاکستان، سعودي عرب او تركيه ترمينځه دفاعي لوظنامه د اسلامي هېوادونو د يووالي او همكارۍ مهم مثال دے۔ عصمه ناز عباسی ووئيل د مكه مكرمه په پاكه خاوره د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه ترمينځه د دفاعي همكارۍ نوے پړاؤ خوشبينه دے۔ دې ووئيل د اسلامي هېوادونو ترمينځه يو والې ٬ ورورولي او همكاري د وخت مهم ضرورت دے او دا لوظنامه دې پلو يو مهم ګام دے۔ د قامي او صوبائي اسمبلۍ غړو د وزيراعظم شهباز شريف او چيف آف آرمي سټاف سيد عاصم منېر قيادت او هڅې ستائلو سره ووئيل د ورونړو اسلامي هېوادونو سره مضبوطې اړيكې د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده۔ دوي ووئېل دا لوظنامه به منطقه او ګرده نړۍ كښې امن ٬ سلامتيا او هكارۍ ته د ودې وركولو بنياد وګرځي او د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه د ورورولۍ اړيكې به لا پياوړې شي۔

مزید خبریں