اسلام آباد10اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي چې د پاکستان او چين ترمېنځه دوستي د غرونو نه دنګه ٬ د سمندر نه ژوره او شاتو نه خوږه ده او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اولسي رابطې او كلتوري تبادلې د اوږدې مودې دوستۍ حقيقي بنياد دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په آثارِ قديمه و عجائب ګھر …
د پاکستان او چين سياسي، اقتصادي او د انفراسټرکچر په څانګو كښې قوي اړېكې لري: اورنګزيب خان کھچي
اسلام آباد10اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي چې د پاکستان او چين ترمېنځه دوستي د غرونو نه دنګه ٬ د سمندر نه ژوره او شاتو نه خوږه ده او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اولسي رابطې او كلتوري تبادلې د اوږدې مودې دوستۍ حقيقي بنياد دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په آثارِ قديمه و عجائب ګھر اسلام آباد كښې د “دي لينګويج آف دي ايسټرن سلك روډ — برجنګ چائنا اينډ پاکستان، سيليبريټنګ شيئرډ کلچرل اسپلنډر” له مخې د چينائي ژبه او كلتور د تجرباتي كورس پرانستې دستورې ته وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان او چين ترمېنځه سياسي، اقتصادي او د انفراسټرکچر په څانګو كښې قوي اړېكې دي، او د سي پېك له مخې مرسته هم جاري ده۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو اولس ترمېنځه نېغ په نېغه رابطې او كلتوري تبادلې د شريكو اړيكو په لا قوي كولو كښې اهم كردار لوبوي۔ده ووئيل چې د پاکستان او چين ترمېنځه دوستي د غرونو نه جګه ٬ د سمندر نه ژوره او شاتو نه خوږه ده او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اولسي رابطې او كلتوري تبادلې د دې د اوږدې مودې د دوستۍ حقيقي بنياد دے









