اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په پنجګور سيمه سرکیني ، چھیدګۍ كښې د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو خلاف په اتسخبارات اډاڼه آپریشن كښې د فتنہ الهندوستان مهم مشر وزیر پلار نوم جمال بشمول 5 ترهه ګر ووژل ۔ د امنيتي ذرائعو ترمخه د امنيتي ځواكونو آپریشن رد الفتنہ 3 تر مخه بلوچستان كښې د ترهه ګرو خلاف مؤثرې او کامیابې کارروائۍ روانې دي ۔ امنيتي …
د امنيتي ځواكونو پنجګور كښې کارروائي ، د فتنه الهندوستان مهم مشر پشمول 5 ترهه ګر ووژل شول
اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په پنجګور سيمه سرکیني ، چھیدګۍ كښې د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو خلاف په اتسخبارات اډاڼه آپریشن كښې د فتنہ الهندوستان مهم مشر وزیر پلار نوم جمال بشمول 5 ترهه ګر ووژل ۔ د امنيتي ذرائعو ترمخه د امنيتي ځواكونو آپریشن رد الفتنہ 3 تر مخه بلوچستان كښې د ترهه ګرو خلاف مؤثرې او کامیابې کارروائۍ روانې دي ۔ امنيتي ځواكونو د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو خلاف د پنجګور په سرکینۍ او چھیدګۍ كلي كښې په استخبارات اډاڼه آپریشن وكړو ، د کامیابې کارروائۍ په مهال د فتنہ الهندوستان مهم مشر وزیر د پلار نوم جمال بشمول 5 ترهه ګر ووژل شول ۔ د آپریشن په مهال د ترهه ګرو د قبضې نه 4 موټر سائیکلې، مشین ګنز او لويه وسله او كارتوس برآمد شول ۔ امنيتي ځواكونو د پنجګور په سيمه سرکینۍ ،چھیدګۍ كښې د ترهه ګرو د شتوالي په آكاهۍ انټیلې جنس بیسډ آپریشن وكړو ۔ وژلے شوي ترهه ګر د پنجګور تاجرانو او نورو وګړو څخه په لوټ مار، قلنګ اغستو ، د وګړو تڅښتولو او د ترهه ګرۍ په نورو کارروائیو كښې ككړ وو ۔ په سيمه كښې د فتنہ الهندوستان د كومو هم ممكنه نورو ترهه ګرو مکمل خاتمې لپاره کلیئرنس آپریشن روان دے ۔ د امنيتي ذرائعو وېنا ده امنيتي ځواكونه د بلوچستان نه د فتنہ الهندوستان ترهه ګرو ناسور مکمل خاتمې لپاره عزم لري۔









