په مقدسه خاوره ګډ دفاعي تړون اسلامي نړۍ لپاره د يووالي زېرے دے: رانا ثناﺀ الله

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزير او د وزيراعظم د سياسي چارو سلاكار رانا ثناﺀ الله وئيلي دي چې په مقدسه خاوره د سعودي عربستان ٬ تركيه او پاكستان ترمينځه د ګډ دفاعي تړون په صورت كښې يو تاريخي دستاوېز رامخے ته شوے دے كوم چې اسلامي نړۍ لپاره د يووالي زېرے دے۔ د اتوار په ورځ د پاكستان ٬ تركيه او سعودي عربستان ګډ …

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزير او د وزيراعظم د سياسي چارو سلاكار رانا ثناﺀ الله وئيلي دي چې په مقدسه خاوره د سعودي عربستان ٬ تركيه او پاكستان ترمينځه د ګډ دفاعي تړون په صورت كښې يو تاريخي دستاوېز رامخے ته شوے دے كوم چې اسلامي نړۍ لپاره د يووالي زېرے دے۔ د اتوار په ورځ د پاكستان ٬ تركيه او سعودي عربستان ګډ تړون په اړه خپلو خبرو كښې ده ووئيل په دې تاريخي لوظنامه سعودي ولي عهد ، د تركيه صدر او وزيراعظم شهباز شريف د مباركۍ او د قام په شمول ټوله اسلامي نړۍ د ستائنې مستحق ده۔ ده ووئيل په دې تاريخي كارنامه كښې د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر بشپړه هڅې شاملې دي۔ ده ووئيل دې لوظنامې سره د اسلامي نړۍ د يووالي بنياد كېښودې شو كوم به چې يوازې تر دفاع محدود نه وي بلكې د تجارت او همكارۍ ټولو څانګو ته به خپرېږي۔ دې سره به د درې واړو هېوادونو معيشت او ملكي حالات هم ښه شي۔ ده ووئيل پاكستان به ګرده نړۍ كښې د عزت مقام سره سره د روزګار نوې موقعې هم ترلاسه كړي چې ورسره به د اولس مالي ستونزې كه پاك پروردګار ته منظور وي آسانيو كښې بدلې شي۔

مزید خبریں