وزیراعظم شهباز شریف د آزادۍ ورځې په مناسبت د بلوچستان لخوا وړاندې كړې شوې ملي نغمه ستايلي او ویلي یې دي چې په دې ملي نغمه کښې وطن سره د مینې او عقیدت جذبه په ډېر ښکلي ډول رامخې ته كړې شوې ده۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم د دفتر د رسنیو د څانګې لخوا په خپور شوي بيان كښې وزیراعظم وویل د آزادۍ ورځې رارسېدو سره د بلوچستان …
د بلوچستان لخوا ملي نغمه كښې په ښكلي ډول وطن سره د مینې څرګندونه شوې: وزيراعظم شهباز شريف
وزیراعظم شهباز شریف د آزادۍ ورځې په مناسبت د بلوچستان لخوا وړاندې كړې شوې ملي نغمه ستايلي او ویلي یې دي چې په دې ملي نغمه کښې وطن سره د مینې او عقیدت جذبه په ډېر ښکلي ډول رامخې ته كړې شوې ده۔ د اتوار په ورځ د وزیراعظم د دفتر د رسنیو د څانګې لخوا په خپور شوي بيان كښې وزیراعظم وویل د آزادۍ ورځې رارسېدو سره د بلوچستان لخوا وړاندې كړې شوې دا ښکلې او د وطنپالنې ډکه نغمه زما زړه ته په وياړ پرېوته۔ وزیراعظم په دې هڅه کښې د شاملو سندرغاړو، هنرمندانو، پروډیوسرانو او د هر هغه چا ستاینه او د زړه له کومې مننه وکړه چې په دې ښکلي هڅه کښې برخه اخیستې ده۔ وزیراعظم وویل چې دوی ټولو زمونږ د ګران وطن سره د مینې او عقیدت جذبه په ډېر ښكلي ډول وړاندې كړې ده۔









