اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرعطاﺀ تارړ د پاكستان ٬ تركيه او سعودي عربستان ترمينځه ګډ دفاعي تړون تاريخ ساز پېشرفت ګرځولو سره وئيلي دي چې دا لوظنانه نه يوازې پاكستاني قام بلكې ټولې اسلامي نړۍ لپاره د ويار وړ او درې واړو ورونړو هېوادونو لپاره د دفاعی همكارۍ حوالې سره مهم سنګ ميل دے۔ پاكستان ته په نړيواله كچې هغه مقام ترلاسه شوے دے …
مكه ګډ دفاعي تړون تاريخي پېشرفت دے ٬ پاكستان ته په نړيواله كچه هغه مقام ترلاسه شو كوم ته چې اولس تل لېواله و: عطاﺀ تارړ
اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرعطاﺀ تارړ د پاكستان ٬ تركيه او سعودي عربستان ترمينځه ګډ دفاعي تړون تاريخ ساز پېشرفت ګرځولو سره وئيلي دي چې دا لوظنانه نه يوازې پاكستاني قام بلكې ټولې اسلامي نړۍ لپاره د ويار وړ او درې واړو ورونړو هېوادونو لپاره د دفاعی همكارۍ حوالې سره مهم سنګ ميل دے۔ پاكستان ته په نړيواله كچې هغه مقام ترلاسه شوے دے د كوم چې اولس تل لېواله پاتے شوے و۔ د اتوار په ورځ د مكه ګډ تړون په اړه خپلو خصوصي خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پاك پروردګار شكر دے چې هغه پاكستاني قام ته دا ورځ وښودله۔ ټول هېواد دا موقع په زړه پورې ډول لمانځي۔ په ګرد هېواد كښې د پاکستان، سعودی عرب او تركيه بېرغونه په نظر راځي۔ د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر قیادت ددې تاريخ ساز لوظنامې ترسره كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل پاك پروردګار پاكستان ته د حرمېن شريفېن د تحفظ درناوې وركړو او د درې واړو ورونړو هېوادونو ترمينځه دفاعي تړون هم د پاك پروردګار لخوا يو خاص انعام او نعمت دے۔ ده ووئيل په دې چې څومره هم شكر ادا كړے شي كم دے۔ ده پاكستاني قام ته په دې تاريخي كاميابۍ مباركي وركولو سره ووئيل پاك پروردګار پاكستان دې مهم مقصد لپاره ټاكلے دے۔









