مكه ګډ دفاعي تړون سيمه ييز امن او استحكام لپاره مهم سنګ ميل دے: د سېنېټ مرستيال چيئرمېن

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د سېنېټ مرستيال چيئرمېن سېدال ناصر د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه ترمينځه دفاعي تړون سيمه ييز او نړيوال استحكام لپاره يو مهم او تاريخي پېشرفت ګرځولے دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د سېنېټ د مذهبي چارو كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر مولانا عطاﺀ الرحمن ٬ د سېنېټ د كېبنټ سېكرټرېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر رانا محمود الحسن ٬ پارليماني غړو ٬ وكيلانو ٬ د سول …

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) د سېنېټ مرستيال چيئرمېن سېدال ناصر د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه ترمينځه دفاعي تړون سيمه ييز او نړيوال استحكام لپاره يو مهم او تاريخي پېشرفت ګرځولے دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د سېنېټ د مذهبي چارو كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر مولانا عطاﺀ الرحمن ٬ د سېنېټ د كېبنټ سېكرټرېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر رانا محمود الحسن ٬ پارليماني غړو ٬ وكيلانو ٬ د سول سوسائټۍ استازو او نورو شخصياتو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل دا لوظنامه به نه يوازې دا چې د درې واړو هېوادونو  ترمينځه دفاعي همكارۍ ته وده وركړي بلكې په  اسلامي نړۍ كښې به يووالي ٬ متقابل باور او اجتماعي سلامتيا هم قوي كړي۔ ده ووئيل په روانه نړيواله وضعه او پېښو چېلنجونو كښې همكاري او مشاورت زياتول د وخت مهم حاجت دے۔ سېدال خان په دې خبره زور راوړو چې وخت راغلے چې مونږ سياسي اختلاف يو اړخ ته كولو سره د هېواد پرمختګ او استحكام له يو موټې شوو۔ ده ووئيل مونږ د پروردګار په فضل او بيا د قومي قيادت ٬ سياسي ګوندونو ٬ سوداګرې ورورولۍ او د ټولنې د ټولو طبقو اجتماعي هڅو سره پاكستان ته په پېښو مسئلو قابو موندلې شوو او هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولې شوو۔

مزید خبریں