اسلام آباد۔09 اګست (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ویلي دي مونږ د سیمه ایزو قامونو د حقونو، کلتور او دودونو د احترام عزم پخلې كوو او د هغه هڅو ملاتړ كوو د كومو دلارې چې د دوئي د علم درناوې وشي٬ غږ یې واورېدل شي او د دوی ټولنې د باعزته او خوندي ژوند لپاره اړین فرصتونو او اسانتیاو ته لاسرسی ومومي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ …
د سیمه ایزو قامونو د حقونو، کلتور او دودونو د احترام عزم پخلې كوو: صدرِ مملكت آصف علی زرداری
اسلام آباد۔09 اګست (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ویلي دي مونږ د سیمه ایزو قامونو د حقونو، کلتور او دودونو د احترام عزم پخلې كوو او د هغه هڅو ملاتړ كوو د كومو دلارې چې د دوئي د علم درناوې وشي٬ غږ یې واورېدل شي او د دوی ټولنې د باعزته او خوندي ژوند لپاره اړین فرصتونو او اسانتیاو ته لاسرسی ومومي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پخوانيو او ځايي قامونو نړيوالې ورځې (9 اګست) په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل پاكستان د ګردې نړۍ له ټولنې سره د پخوانيو او ځائي قامونو نړیواله ورځ لمانځي۔ دا ورځ مونږ ته موقع راکوي چې مونږ د سیمه ایزو قامونو خذمات او كردار تسليمولو سره سره دوی هغه پوهه، دودونه او د ژوند طریقې هم وستایو كومې چې دوی نسلونو ته ساتلي او منتقل كړې دي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د پاكستان بشپړ كلتوري تنوع د كېلاش په شمول په قطبي غرئيزو سيمو كښې په آبادو بېلو قامو او ټولنو مشتمل دے۔ دا تنوع ګلګت څخه تر ګوادر او مېداني سيمو څخه تر چولستان او تھر صحراګانو خپور شوے دے۔ د دوئي ژبو ٬ دودونو او تعليمي نظام پیړو څخه زمونږ قامي ورثه لا په زړه پورې كړې ده۔ ده ووئيل زمونږ آئين د قانون مخې ته مساوات او مساوي تحفظ باوري كوي۔ صدر زرداري ووئيل سږ كال د پخوانيو او ځائي قامونو نړيوالې ورځې سرخط” ځائي دايانو ته پیرزوئنې : د ژوند او بهبود تحفظ” دے كوم چې د ځائي دايانو په حېث د خيال ساتونكو او روايتي علم امين مهم كردار په ډاګه كوي۔ ده ووئيل پاكستان په كال 2005 كښې د یونیسکو د غېر مادی كلتوري ورثې تحفظ کنونشن توثیق وكړو۔ دغسې پاكستان په كال 2022 كښې د كلتوري اظهار تنوع تحفظ او ودې سره د اړوند يونېسكو كنوننش هم توثيق وكړو۔ ده ووئيل مونږ دداسې هڅو ملاتړ كوو چې ورسره د دوئي د علم احترام وكړے شي٬ غږ یې واورېدل شي او د دوی ټولنې د باعزته او خوندي ژوند لپاره اړین فرصتونو او اسانتیاو ته لاسرسی ومومي۔









