پېنډۍ ۔8 اګست (اے پی پی) امنيتي ځواكونو هندي پراكسي ، فتنة الخوارج سره د تعلق لرونكو خوارجو موجودګۍ په اطلاع په 7 اګست هنګو ضلع كښې انټېلي جنس بېسډ كارروائي وكړه۔ آئي آېس پي آر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د آپرېشن په مهال د پاك پوځ وسله والو ډلو د خوارجو ځايونه په نخښه كړل۔ هغوي د عبادتخانې تقدس نظر انداز …
د امنيتي ځواكونو هندي پراكسي ، فتنة الخوارج سره د تعلق لرونكو خوارجو موجودګۍ په اطلاع په هنګو ضلع كښې انټېلي جنس بېسډ كارروائي ٬ 7 خارجيان ووژل شول : آئي اېس پي آر
پېنډۍ ۔8 اګست (اے پی پی) امنيتي ځواكونو هندي پراكسي ، فتنة الخوارج سره د تعلق لرونكو خوارجو موجودګۍ په اطلاع په 7 اګست هنګو ضلع كښې انټېلي جنس بېسډ كارروائي وكړه۔ آئي آېس پي آر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د آپرېشن په مهال د پاك پوځ وسله والو ډلو د خوارجو ځايونه په نخښه كړل۔ هغوي د عبادتخانې تقدس نظر انداز كولو سره يو جومات كښې پناه واخسته۔ د ډزو په تبادله كښې 7 خارجيان ووژل شول۔ په دې مهال د پاك پوځ يو 27 كلن نارروال سره تعلق لرونكې مېړنې افسر کېپټن حمزہ اکرم شهيد شو۔ د آئی اېس پی آر د وېنا له مخې خارجيانو څخه وسله او ګوله بارود برآد شوې دي۔ په سيمه كښې د كوم بل هندي سپانسرډ خارجي ختمولو له سېنی ټائزېشن آپرېشن كولې شي۔ آئی ایس پی آر ددې عزم پخلے وكړو چې د د پاکستان امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې به د’’عزم استحکام‘‘ وژن لاندې د ترهګرۍ مخنيوي مهم بشپړ سرعت سره روان ساتي دغسې چې هېواد څخه د ترهګرۍ نوغې ووېستې شي۔









