اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان حكومت او اولس لخوا د آسيان 59 مې تاسیس ورځې په موقع د آسيان غړو هېوادونو حكومتونو او اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د آسيان په موقع خپل پیغام كښې د آسيان عمومي سېكرټري ډاكټر کاؤ کِم هورن ته هم د …
پاكستان اېشیا بحر الکاهل منطقه كښې امن، استحکام او سوكالۍ ته وده وركولو كښې د آسيان مهم كردار ته د قدر په سترګه ګوري: د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د آسيان ډے په مهال پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان حكومت او اولس لخوا د آسيان 59 مې تاسیس ورځې په موقع د آسيان غړو هېوادونو حكومتونو او اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د آسيان په موقع خپل پیغام كښې د آسيان عمومي سېكرټري ډاكټر کاؤ کِم هورن ته هم د آسيان سيمه ييزې همكارۍ ٬ استقامت او سوكالۍ وژن مخ په وړاندې بوتللو له د هغه په مثالي مشرتابه او پرله پسې هڅو مباركي وركړه۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان د آسيان ملګرو سره دا مهمه ورځ لمانځي او منطقې سره د خپلې پخوانۍ ملګرتيا او همكارۍ عزم پخلے كوي۔ ده ووئيل پاكستان اېشیا بحر الکاهل منطقه كښې امن، استحکام او سوكالۍ ته وده وركولو كښې د آسيان مهم كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل پاکستان د آسیان په مشرتابه كښې د مكالمې په بېلو تګلارو كښې فعال ګډون كړے دے او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ تعليم ٬ كلتور اولسي كچې رابطو په شمول د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې د همكارۍ زياتولو عزم لري۔









