اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي هنګو ضلع كښې په انټېلي جنس بېسډ آپرېشن كښې د فتنة الخوارج 7 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوزئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان كښې ګورنر د كارروايۍ په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كونكي كېپټن حمزه ته هم پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل شهيد كېپټن حمزه اكرم …
د ګورنر فېصل كريم كنډي هنګو كښې د 7 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوزئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي هنګو ضلع كښې په انټېلي جنس بېسډ آپرېشن كښې د فتنة الخوارج 7 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوزئنې وړاندې كړې دي۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان كښې ګورنر د كارروايۍ په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كونكي كېپټن حمزه ته هم پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل شهيد كېپټن حمزه اكرم د ځانګړې مړانې داستان رقم كولو سره د وطن دفاع لپاره خپل ځان قربان كړو۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو يو وارې بيا د خپل پېشه ور صلاحيت ٬ مړانې او عزم څرګندونه كولو سره ترهګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړي دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنك كښې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو دارو په قربانيو ټول قام وياړي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د ترهګرۍ خاتمې لپاره او هېواد كښې امن او استحكام په ځائې كولو له خپلو امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دي۔









