وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره د قازقستان سفير يرژان کستافين د مخه ښې ملاقات

  اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره په پاکستان كښې د جمهوريه قازقستان سفير يرژان کستافين د جمعې په ورځ د مخه ښې ملاقات وكړو ٬ په ملاقات كښې د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د كلتور، ورثه، تعليم او د اولسي روابطو ودې پشمول د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو تفصيلي خبرې وشوې۔ د دې نه …

 

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي سره په پاکستان كښې د جمهوريه قازقستان سفير يرژان کستافين د جمعې په ورځ د مخه ښې ملاقات وكړو ٬ په ملاقات كښې د پاکستان او قازقستان ترمېنځه د كلتور، ورثه، تعليم او د اولسي روابطو ودې پشمول د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو تفصيلي خبرې وشوې۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي د سفير هركلي كولو سره د پاکستان او قازقستان ترمېنځه كلتورو اړيكو ته په ودې وركولو كښې د دوي د خدمات ستائنه وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير سفير لپاره سباٶن كښې د لا كاميابو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده هیله ولوله  چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه رامخې ته کیدونکی  نزدې مرسته به د سفير د جانشين په دوره كښې هم په دې جذبې سره روانه وي۔ سفير يرژان کستافين د پاکستان، قازقستان او مېنځنۍ آسياء هېوادونو ترمېنځه تاريخي٬ كلتوري او د وورولۍ په اړيكو رڼا اچولو سره ووئيل  دا مضبوط روابط لا فعاله او مستحكمولو ته اړټيا ده۔ د ملاقات په پائې كښې دواړو مشرانو د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان او قازقستان ترمېنځه مرستې ته به لا وده وركولې شي او مشتركه ايکشن پلان كښې په شاملو اقداماتو به موثر عملدرامد باوري كولې شي دغسې چې د دواړو هېوادونو اولسونه دې مرستې څخه بشپړه استفاده وكړې شي۔

مزید خبریں