صدر مملکت آصف علي زرداري په مشترکه تاريخي دفاعي تړون د لاسليك هركلے وكړو

  اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په مكه مکرمه  كښې په مشترکه تاريخي دفاعي تړون د لاسليك هركلي كولو سره دا منطقې او د دې نه بهر امن٬ سلامتيا او د استحکام ودی له يو مهم پېشرفت وګرځولو۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې صدر مملکت ووئيل دا تاريخي لوظنامه مشتركه دفاعي صلاحيت مضبوطوي، دفاعي مرسته لا زیاتوي  او د دريو …

 

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په مكه مکرمه  كښې په مشترکه تاريخي دفاعي تړون د لاسليك هركلي كولو سره دا منطقې او د دې نه بهر امن٬ سلامتيا او د استحکام ودی له يو مهم پېشرفت وګرځولو۔ د جمعې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې صدر مملکت ووئيل دا تاريخي لوظنامه مشتركه دفاعي صلاحيت مضبوطوي، دفاعي مرسته لا زیاتوي  او د دريو واړو وروڼو هېوادونو محفوظ او خوشحاله سباون لپاره د مشتركه عزم توثيق كوي۔ صدر مملکت د دې مهم اقدام مخ په وړاندې بوتلولو كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل  دا اقدام د ورورولۍ اړيكې او د ستراتېژك همكارۍ د اوږدې مودې په خپلولي اډاڼه دے۔ صدر مملکت دعا وكړه چې لوي څښتن دې دا تاريخي لوظنامه بركتي كړي او د ټولې اسلامي نړۍ لپاره دی د دائمي امن، سلامتيا او خوشحالۍ سبب وګرځوي

مزید خبریں