مکة المکرمة 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه مشتركه دفاعي لوظنامه شوې چې له مخې به ئې د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرسته په ټولو څانګو كښې لا مضبوطولې شي او په دريو واړو كښې په يو هېواد بريد به د دريو واړو هېوادونو په ضد بريد ګڼلې ك شي٬ په دې تاريخي تړون د جمعې په ورځ د سعودي عرب ولي …
د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه مشترکه دفاعي تړون، د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرسته به په ټولو څانګو كښې لا مضبوطولې شي۔ د وزيرا عظم آفس اعلاميه

مزید خبریں
مکة المکرمة 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه مشتركه دفاعي لوظنامه شوې چې له مخې به ئې د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرسته په ټولو څانګو كښې لا مضبوطولې شي او په دريو واړو كښې په يو هېواد بريد به د دريو واړو هېوادونو په ضد بريد ګڼلې ك شي٬ په دې تاريخي تړون د جمعې په ورځ د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود، د ترکيه صدر رجب طيب اردوان او د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په مکه مکرمه كښې د مشرانو غونډې په موقع لاسليك شوے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه دفاع لپاره د مشرانو غونډه د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود په بلنه د تركيه صدر رجب طيب اردوان او د پاکستان وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سعودي عرب دوره كښې شوې ٬ ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود د جمهوريه ترکيه صدر او پاکستان د وزيراعظم د مکه المکرمه په قصر الصفا كښې هركلے وكړو۔ په غونډه كښې د سعودي عرب، جمهوريه ترکيه او پاکستان ترمېنځه د اوږدې مودې د اړيكو جاج واخستے شو او د دې نه علاوه د شريكې خوښې په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې تاريخي اړيكې ، د ورورولۍ او د اسلامي وحدت تل پاتې رشتو، مشترکه تزويراتي مفادات او په دفاعي څانګه كښې د اوږدې مودې راهسې په روانه مرسته رڼا اچولو سره ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود، صدر رجب طيب اردوان او د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مکه كښې مشترکه دفاعي تړون لاسليك وكړو۔ په دفاعي تړون د لاسليك نه وروسته دريو واړو مشرانو په زړه پورې مصافحه وكړه او د دوي ترمېنځه په خوشګوار ماحول كښې د رسمي جملو تبادله هم وشوه۔ په دې موقع چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران خواجه محمد آصف، و عطاء الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود ٶ۔ په دفاعي تړون د لاسليك نه وروستو دريو واړو مشرانو د يو ېل سره په ولوله لرونكې توګه ستړي مشي وكړل او د دوي ترمېنځه په زړه پورې ماحول كښې د رسمي جملو تبادله هم وشوه۔ په دې موقع چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران خواجه محمد آصف، و عطاء الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وٶ۔ د بيان له مخې په دې لوظنامو د دريو واړو هېوادونو لخوا لاس ليك د اجتماعي سلامتيا لا مستحكمولو او د منطقې پشمول ګرده نړۍ كښې امن، سلامتيا او استحکام ته ودې وركولو لپاره د مشتركه عزم عكاسي كوي دغسې چې يو خوندې او خوشحال سباون باوري كړے شي۔ په بيان كښې ووئيل شول د تړون مقصد د هر ډول جارحيت په ضد اجتماعي دفاع مضبوطول دي٬ په لوظنامه كښې دا واضحه كړې شوې ده چې په دريو هېوادونو كښې د يو په ضد وسله وال بريد به د دريو واړو هېوادونو په ضد بريد ګڼلے كېږي۔ د دې نه علاوه په لوظنامه كښې د دريو واړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرستې ته په ټولو څاګو كښې پراختيا وركولو او د مضبوطولو هم ضمانت شته۔









