اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د دې سپيناوے كړے دے چې تېره ورځ د قامي اسمبلۍ غړي ملك عامر ډوګر سره د ملاقات په مهال پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئی) ته حکومت سره خبرو اترو ته د بيا كیښناستو كومه بلنه يا وړاندېز نه دے وركړے شوے٬ په دې ملاقات كښې وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری هم موجود ؤ ۔ …
ملك عامر ډوګر سره ملاقات كښې پي ټي آئي ته حکومت سره د خبرو اترو ته بيا د كېښناستو كومه بلنه يا وړاندېز نه دے وركړے شوے: سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د دې سپيناوے كړے دے چې تېره ورځ د قامي اسمبلۍ غړي ملك عامر ډوګر سره د ملاقات په مهال پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئی) ته حکومت سره خبرو اترو ته د بيا كیښناستو كومه بلنه يا وړاندېز نه دے وركړے شوے٬ په دې ملاقات كښې وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری هم موجود ؤ ۔ په دې مهال د قامي اسمبلۍ راروانې غونډې سره اړوند چارو خبرې وشوې۔ ده دا خبره په ډاګه كړه چې د ملاقات په مهال د حکومتی او اپوزیشن بنچونو ترمينځه د خبرو اترو بحالۍ په اړه په كوم تجويز يا خبره غور نه دے شوے۔ د جمعې په ورځې ميډيا سره خبرو كښې سپيكر اياز صادق ووئيل هغه دواړو څخه يوازې د آزادۍ دستوره كښې د ګډون كوونكو قامي اسمبلۍ غړو نومونه غوښتې وو۔ ده ووئېل دې نه ځانله بله كومه خبره نه ده شوې۔ ده ووئيل كه د ډاكټر طارق فضل چوهدری او ملک عامر ډوګر ترمينځه د خبرو اتور په اړه كومه خبره شوې وي نو ماته د هغې هېڅ علم نشته۔








