د جمو و كشمير د آزادۍ تحريك په اصل كښې د پاكستان تحريك دے٬ پاكستان د كشمير نه غېر نامكمل دے٬ كشمير د پاكستان د ساه رګ دے۔ رانا ثناء الله

  اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) بېن الصوبائي رابطې لپاره د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء ﷲ وئيلي دي كله چې کشميريان دا نعره پورته كوي چې مونږ پاكستانيان يو٬ پاكستان زمونږ دے نو 25 كروړه اولس د زړه د كومي دا تسليموي چې پاكستان ستاسو دے۔ ده دا خبرې تېره ورځ ايل اے 17 حويلي كښې د مسلم ليګ ن كانديد محسن عزيز جلسې ته خپلې وېنا كښې …

 

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) بېن الصوبائي رابطې لپاره د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء ﷲ وئيلي دي كله چې کشميريان دا نعره پورته كوي چې مونږ پاكستانيان يو٬ پاكستان زمونږ دے نو 25 كروړه اولس د زړه د كومي دا تسليموي چې پاكستان ستاسو دے۔ ده دا خبرې تېره ورځ ايل اے 17 حويلي كښې د مسلم ليګ ن كانديد محسن عزيز جلسې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل  د جمو و كشمير د آزادۍ تحريك په اصل كښې د پاكستان تحريك دے٬ پاكستان د كشمير نه غېر نامكمل دے٬ كشمير د پاكستان د ساه رګ دے، مونږ کشميريان يو او كشمير زمونږ دے٬ تاسو پاكستانيان ئې او پاكستان ستاسو دے٬ دا زمونږ رشته ده۔ ده ووئيل د کشمير په ټولټانكو په دوېم پړاٶ كښې مسلم ليګ ن ساده اکثريت ترلاسه كړے دے او حكومت به جوړٶ٬ مسلم ليګ ن ته د 45 په ايوان كښې 30 چوكۍ پكار دي٬ تراوسه ئې 24 چوكۍ ګټلې دي۔ ده د حويلي اولس ته ووئيل اوس يوازې د محسن عزيز انتظار دے۔ ده ووئيل  په کشمير كښې د تعمير و ترقۍ دور ھغه وخت پېل شوے كله چې په پاكستان كښې د مسلم ليګ ن حكومت جوړ شوے او  په آزاد کشمير كښې چې هم د مسلم ليګ ن حكومت جوړ شي نو ھغه دور زرين وي

مزید خبریں