سول ايوارډز لپاره د نومولے شوو شخصيات ختمي جائزه ترسره شوه ٬ ميرټ ته به تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي: احسن اقبال

  اسلام آباد۔7 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي  پاكستان سول ایوارډز کمېټۍ د آئين  او ټاكلو اصولو له مخې د سائنس، تعلیم، ادب، فن او اولسي خذمت په څانګو كښې د غېر معمولي خذمات ترسره كوونكو شخصياتو د نومولے كېدو حتمي جائزه اخستې ده۔ د پاكستان سول ايورډز كمېټۍ مشرۍ په مهال هغه ووئيل …

 

اسلام آباد۔7 اګست (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي  پاكستان سول ایوارډز کمېټۍ د آئين  او ټاكلو اصولو له مخې د سائنس، تعلیم، ادب، فن او اولسي خذمت په څانګو كښې د غېر معمولي خذمات ترسره كوونكو شخصياتو د نومولے كېدو حتمي جائزه اخستې ده۔ د پاكستان سول ايورډز كمېټۍ مشرۍ په مهال هغه ووئيل د حكومت وړومبۍ پام لرنه د خالص مېرټ په بنياد هغه قامي اتلانو ته اعزازونه وركول دي كومو چې د خپلو صلاحيتونو ٬ خوارۍ او خذمات دل ارې د پاكستان نامه په ګرده نړۍ كښې روښانه كړه۔ پروفېسر احسن اقبال ووئيل چې كله قام خپلو حقيقي معمارانو او محسنانو ته عزت او احترام وركوي نو دا عتراف راتلونكو نسلونو لپاره د تحريك ٬ حوصلې او د هېواد خذمت جذبې ته د ودې وركولو سبب ګرځي۔ هغه د دې عزم پخلے وكړو چې د سول ايوارډز عمل به بشپړه سپېځلتيا ٬ انصاف او د مېرټ د اصولو له مخې روان ساتلې شي دغسې چې د قامي خذمت ترسره كوونكو نوموړو شخصياتو د خذمات مكمل اعتراف وكړے شي۔

مزید خبریں