اسلام آباد۔7اګست (اے پي پي) الیکشن کمیشن د آزاد کشمیر ټاكنو په دريم پړاؤ كښې ضلع پونچھ او پلندري ضلع كښې د امن و امان صورتحال تر مخه ټاكنې وځنډولې ۔ د جمعې په ورځ د الیکشن کمیشن د اړخه جاري بیان كښې ووئېل شول د داخله سېكرټري آزاد کشمیر راپور تر مخه پونچھ او سدھنوتي كښې د امن وامن صورتحال په اړه تحفظات شته ،ضلع پونچھ او پلندري كښې …
الیکشن کمیشن د آزاد کشمیر په پونچھ او پلندري ضلعو كښې ټاكنې وځنډولې

مزید خبریں
اسلام آباد۔7اګست (اے پي پي) الیکشن کمیشن د آزاد کشمیر ټاكنو په دريم پړاؤ كښې ضلع پونچھ او پلندري ضلع كښې د امن و امان صورتحال تر مخه ټاكنې وځنډولې ۔ د جمعې په ورځ د الیکشن کمیشن د اړخه جاري بیان كښې ووئېل شول د داخله سېكرټري آزاد کشمیر راپور تر مخه پونچھ او سدھنوتي كښې د امن وامن صورتحال په اړه تحفظات شته ،ضلع پونچھ او پلندري كښې به ټاكنې اوس په 10 اګست نه كېږي ، د باغ شلعې په دريو انتخابي سيمو او د حویلې ضلعې په يوه حلقه كښې به پولنګ هغسې په 10 اګست كېږي ۔ وياند ووئېل د انتخابات موخر کولو پرېكړه د امن و امان صورتحال په اړه د تحفظاتو او د ځينې سیاسي شخصیات او كانديدانو د اړخه الیکشن کمیشن ته د وركړو درخواستونو تر مخه وكړې شوه ۔ وياند ووئېل د ټاكنو كولو د نوې نېټې اعلان به د حالات جاج اغستو تر مخه كولې شي ۔










