اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي د پاکستان او چين ترمېنځه د اقتصادي مرستې د پراختيا بلها موقعې موجود دي٬ چې پكښې د دواړو هېوادونو د مشتركه ترقي، سرمايه کارۍ او صنعتي مرستې نوې اړخونه ترلاسه كېدې شي٬ حکومت د سرمايه کارۍ او جدت وده لپاره عزم لري۔ وفاقي وزير دا خبرې ګلوبل ساٶتھ انوويشن اينډ انويسټمنټ …
پاکستان او د چين ترمېنځه د اقتصادي مرستې د پراختيا بلها موقعې موجود دي٬ حکومت د سرمايه کارۍ او جدت ودې لپاره عزم لري۔ قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي د پاکستان او چين ترمېنځه د اقتصادي مرستې د پراختيا بلها موقعې موجود دي٬ چې پكښې د دواړو هېوادونو د مشتركه ترقي، سرمايه کارۍ او صنعتي مرستې نوې اړخونه ترلاسه كېدې شي٬ حکومت د سرمايه کارۍ او جدت وده لپاره عزم لري۔ وفاقي وزير دا خبرې ګلوبل ساٶتھ انوويشن اينډ انويسټمنټ سمټ 2026 ته د خاص مېلمه په حېث خپلو خبرو كښې وكړې۔ ووئيل د چين غير معمولي معاشي ترقي د مستقل او په پسې د خپلو كړو پاليسيو٬ موثره منصوبه بندۍ او اجتماعي پرېكړو نتيجه ده كومو څخه چې پاكستان هم لارښونه ترلاسه كولې شي، ده ووئيل حکومت د سرمايه کاري ودې، صنعتي پرمختګ او کاروبار دوست ماحول لپاره عملي اقدامات كوي۔ قيصر احمد شيخ ووئيل ځوانان د پاكستان قېمتي اثاثه ده او د هېواد نزدې 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمله ده۔ ده زور راوړو چې ځوانانو ته جديد ټيکنالوجي، اختراعي سوچ او د حاضر وخت مهارتونه وركول د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې دوي په قامي معيشت كښې موثر كردار ولوبولې شي










