اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د بېلاروس سفير آندرے میتیلیتسا ملاقات وكړو په كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو او د پاكستان – بېلاروس مشتركه وزارت كمېشن راروانې غونډې تياريانو جاج واغستے شو۔ د وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير او د بېلاروس سفير دوه اړخيزه رابطو كښې په زيات شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او …
د تجارت وفاقي زير سره د بېلاروس سفير ملاقات ٬ همكاري لا مضبوطولو له د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔7 اګست(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د بېلاروس سفير آندرے میتیلیتسا ملاقات وكړو په كوم كښې چې په دوه اړخيزه اړيكو او د پاكستان – بېلاروس مشتركه وزارت كمېشن راروانې غونډې تياريانو جاج واغستے شو۔ د وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير او د بېلاروس سفير دوه اړخيزه رابطو كښې په زيات شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او صنعتي همكارۍ لا پياوړتيا له يۍ د خپل عزم پخلے وكړو۔ د تجارت وفاقي وزير ووئيل د پاكستان وزيراعظم او د بېلاروس صدر ترمينځه په زړه پورې تړون دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې كړې دې۔ فريقېنو په دې خبره اتفاق وكړو چې اړوندې مالياتي ادارې او تكنيكي پوهان دې په مقامي كرنسۍ كښې تصفيې او په نورو متبادل انتظاماتو مشاورت جاري وساتي۔ فریقېنو پاكستاني كارمندانو لپاره د روزګار موقعې پراخا كولو په سپېځلې بھرتۍ ٬ د مناسب مهارتونو په مطابقت او په اداره جاتي كچه نزدې هم آهنګۍ ته په وده وركولو اتفاق وكړو۔ په ملاقات كښی د بېلاروس د وزير په راروانه دوره او د مشتركه وزارتي كمېشن په تياريانو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










