اسلام آباد۔7 اګست (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په جنوبي وزيرستان او دير ضلع كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل مونږ د ګران وطن امن او استحكام لپاره د ځانونو په قرباني …
د پارليماني چارو وفاقي وزير جنوبي وزيرستان او دير ضلع كښې د فتنة الخوارج ترھګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد۔7 اګست (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په جنوبي وزيرستان او دير ضلع كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل بيان كښې ده ووئيل مونږ د ګران وطن امن او استحكام لپاره د ځانونو په قرباني كونكو وياړو٬ د ترهګر تر بشپړه خاتمې به رياست ٬ حكومت او ټول قام خپلو امنيي ځواكونو سره د فولادي دېوال په څير يو برابر ولاړ وي۔ ده ووئيل د آپرېشن عزمِ استحکام لاندې د ترهګرو او د هغوي د سهولت كارو ناپاكې ارادې به په هر قيمت ناكامه كولې شي او د پاكستان د امن ٬ سلامتيا او استحكام به كومه سوده كولې نه شي۔ ده دعا وكړه چې پررودګار دے زمونږ د ځوانانو حفاظت وكړي او پاكستان دې د امن مركز جوړ كړي۔










