سوئېلې وزیرستان كښې کامیاب آپریشنز، د وفاقي وزیر عبدالعلیم خان امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

  اسلام آباد۔7 اګست  (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سوئېلې وزیرستان كښې د ترهه ګرۍ خلاف په کامیابه کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ خپل بیان كښې ده ووئېل امنيتي  ادارو په زړه پورې ډول خپل فرائض تر سره کړې دي او  د فتنہ الخوارج ختمولو لپاره د دوي   تل پاتي اقدامات د ستائنې وړ دي ۔ وفاقي وزیر ووئېل قام  په ترهه ګرۍ …

 

اسلام آباد۔7 اګست  (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سوئېلې وزیرستان كښې د ترهه ګرۍ خلاف په کامیابه کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ خپل بیان كښې ده ووئېل امنيتي  ادارو په زړه پورې ډول خپل فرائض تر سره کړې دي او  د فتنہ الخوارج ختمولو لپاره د دوي   تل پاتي اقدامات د ستائنې وړ دي ۔ وفاقي وزیر ووئېل قام  په ترهه ګرۍ قابو موندلو لپاره د خپلو  ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ ده د دې عزم څرګندونه وكره چې د هند ناوړه فعاليتونو كښې سهولت کاري كوونكې به پرې نه ښودلې شي  ۔ عبدالعلیم خان پاک پوځ او د امنيتي ادارو ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې پاکستان او  زمونږ د مېړنو ځوانانو مل شي ۔

مزید خبریں