اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د چين-پاكستان اقتصادي راهداري (سي پيك) له مخې پاكستان ته د زرعي مرستې پروګرام په لړ كښې چين څخه جديد زرعي مشينري او د اوبه خور الات 258 يونټس تر لاسه شول چې مقصد يې د ملك زرعي څانګې ته په جديد ډول وده وركول دي٬ د ويلتھ پاكستان د سركاري دستاوېزات له مخې دا مشينري د پاكستان زرعي تحقيقاتي كونسل (پارك) …
د سي پيك له مخې پاكستان ته د چين څخه 258 جديد زرعي مشينان تر لاسه شول، مقصد ئې كر كېلې په جديد ډول وده وركول دي

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د چين-پاكستان اقتصادي راهداري (سي پيك) له مخې پاكستان ته د زرعي مرستې پروګرام په لړ كښې چين څخه جديد زرعي مشينري او د اوبه خور الات 258 يونټس تر لاسه شول چې مقصد يې د ملك زرعي څانګې ته په جديد ډول وده وركول دي٬ د ويلتھ پاكستان د سركاري دستاوېزات له مخې دا مشينري د پاكستان زرعي تحقيقاتي كونسل (پارك) ايګريكلچرل انجينئرنګ انسټي ټيوټ په نيشنل ايګريكلچرل ريسرچ سينټر (نارك) كښې تر لاسه كړه او اسمبل شوه ٬ د دې نه وروستو د دې رسمي پرانسته وشوه او دا په پارك او صوبائي حكومتونو وېشلې شوه دغسې چې په ګرد هېواد كښې د جديد زرعي ټيكنالوجۍ عملي څرګندونه او وده باوري كړې شي۔ د دستاويزات له مخې په دې پيكيج كښې انهه قسمه زرعي مشينري او آلات شامل دي چې پكښې 40 ټريكټرز، 20 روټري ټلرز، 30 روټري ټلج فرټيلائزر ډرلز، 40 كرالر ټائپ رائس-ويټ كمبائن هارويسټرز، اته كارن هارويسټرز، 40 انټر ټلج ويډرز، 40 ټرمرز، 20 د اوبه خور د نظام هوز ريل او شل په شمسي توان چلېدونكې واټر پمپنګ سسټمز شامل دي٬ په مجموعي توګه 258 يونټس كښې 75 پنجاب، 45 سندھ، 38 خېبرپښتونخوا، 36 بلوچستان او 64 يونټس پارك ته وركړے شول










