نوے ډيلے 07اګست (اے پي پي) د هند په قطبي ايالت اتر پردېش كښې د بارانونو له امله د كور پرېوتو څخه د يوې كورنۍ 6 كسان مړه شول چې پكښې دوه د پيو خوړونكې كوچنيان او دوه مېرمنې هم شاملې دي ۔ شنهوا د ځايي پوليس تر مخه ووئېل دا پیښه تېره ورځ پرتاب ګړه اولسوالۍ كښې هغه وخت رامخې ته شوه چې كله ټول كسان په كور …
هند كښې د بارانونو له امله د كور پرېوتو څخه د يوې كورنۍ 6 كسان مړه شول
نوے ډيلے 07اګست (اے پي پي) د هند په قطبي ايالت اتر پردېش كښې د بارانونو له امله د كور پرېوتو څخه د يوې كورنۍ 6 كسان مړه شول چې پكښې دوه د پيو خوړونكې كوچنيان او دوه مېرمنې هم شاملې دي ۔ شنهوا د ځايي پوليس تر مخه ووئېل دا پیښه تېره ورځ پرتاب ګړه اولسوالۍ كښې هغه وخت رامخې ته شوه چې كله ټول كسان په كور كښې اوده پراته وو چې كور راپرېوتلو د كوم په نتيجه كښې چې 6 كسان د ملبې لاندې ګېر شول او مړه شوه۔ د پوليس وېنا ده دا كور د 80 كالو نه زوړ ؤ او ډېر په وروست حالت كښې ؤ او د پرله پسې بارانونو له امله وداني يې كمزورې شوې وه ۔











