خېبر پښتونخوا كښې د دوه بېلو كارروائيو په مهال فتنة الخوارج سره تعلق لرونكي 10 خارجيان ووژل شول: آئي اېس پي آر

پېنډۍ ۔7 اګست(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د دوه بېلو كارروائيو په مهال د هند ملاتړ لرونكې فتنة الخوارج سره تعلق لرونكي 10 خارجيان ووژل۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوې بيان له مخې په اولنۍ كارروايۍ كښې هندي پراكسي فتنة الخوارج سره د تعلق لرونكې خارجيانو يوې ډلې د جنوبي وزيرستان ضلعې په ورسك سيمه كښی د …

پېنډۍ ۔7 اګست(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د دوه بېلو كارروائيو په مهال د هند ملاتړ لرونكې فتنة الخوارج سره تعلق لرونكي 10 خارجيان ووژل۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوې بيان له مخې په اولنۍ كارروايۍ كښې هندي پراكسي فتنة الخوارج سره د تعلق لرونكې خارجيانو يوې ډلې د جنوبي وزيرستان ضلعې په ورسك سيمه كښی د امنيتي ځواكونو په پوستو د بريد كولو هڅه وكړه كومه چې امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره ناكامه كړه۔ وروستو د سختو ډزلو تبادله كښې 8 خارجيان ووژل شول۔ دويمه كارروائي په دير ضلع كښې وشوه چرته چې امنيتي ځواكونو دوه خارجيان ووژل۔ وژل شوو څخه وسله او ګوله بارود هم برآمد كړې شول۔ دا عناصر په سيمه كښې په بېلو ترهګر كارروائيو كښې ككړ وو۔ په سيمه كښې د كوم هم ممكنه خارجي ختمولو له كليئرنس وسینیټائزېشن آپرېشن روان دے۔ آئی اېس پی آر وئيلي دي چې امنيتي ځواكونه او د پاكستان قانون نافذ كونكې ادارې به د نېشنل اېکشن پلان منظور شوي وژن عزمِ استحکا لاندې په بهرنۍ سپرستۍ كښې روانه ترهګري ختمولو له د ترهګرۍ مخنيوي مهم بشپړ قوت سره روان ساتي۔

مزید خبریں