جده 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد و وزيراعظم محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود په بلنه د سعودي عرب په دوره جده ته رسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې جده ته په رسېدو د مكة المكرمة نائب ګورنر شهزاده سعود بن مشال بن عبدالعزيز، د سعودي عرب د زراعت، اوبو …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد و وزيراعظم محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود په بلنه د سعودي عرب په دوره جده ته ورسېد

مزید خبریں
جده 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد و وزيراعظم محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود په بلنه د سعودي عرب په دوره جده ته رسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې جده ته په رسېدو د مكة المكرمة نائب ګورنر شهزاده سعود بن مشال بن عبدالعزيز، د سعودي عرب د زراعت، اوبو او ماحوليات وزير انجينئر عبدالرحمن بن عبدالمحسن الفضلي، په سعودي عرب كښې د پاکستان سفير احمد فاروق او نورو سفارتي چارواكو د وزيراعظم او د دوي د پلاوي تود هركلے وكړو۔ وزيراعظم به د سعودي عرب د دورې په مهال د سعودي ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود سره ملاقات كوي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دا وږدې مودې ورورولۍ اړيكې او شراکت داري لا قوي كولو او د منطقې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزيراعظم به د دورې په مهال عمره كوي او په مدينه منوره كښې به په روضه رسول صلي الله عليه وآله وسلم حاضري هم وركوي۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيران خواجه محمد آصف، عطاء الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري دي۔









