اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) پاکستان، مصر، ترکيه، انډونيزيا، اردن، قطر، سعودي عرب او د متحده عرب امارات خارجه وزيرانو د غزه په پټۍ كښې د اسرائيل د پرله پسې خلاف ورزو په خاص توګه د صحت مركزونو او طبي بنيادي ډهانچې په نخښه كولو ٬ په اربن تنصيبات د بريدونو او د مېرمنو او ماشومانو پشمول د بې ګناه وګړو د وژنې په سختو ټكو غندنه …
د پاکستان پشمول د 8 اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو د غزه په پټۍ كښې د اسرائيل د پرله پسې خلاف ورزو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) پاکستان، مصر، ترکيه، انډونيزيا، اردن، قطر، سعودي عرب او د متحده عرب امارات خارجه وزيرانو د غزه په پټۍ كښې د اسرائيل د پرله پسې خلاف ورزو په خاص توګه د صحت مركزونو او طبي بنيادي ډهانچې په نخښه كولو ٬ په اربن تنصيبات د بريدونو او د مېرمنو او ماشومانو پشمول د بې ګناه وګړو د وژنې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د 8 اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو خپل شريك بيان كښې ووئيل دا اقدامات د نړيوال قانون، په خاص توګه د نړيوال بشري قانون سنګينې خلاف ورزۍ دي۔ دوي په دې خبره زور راوړو چې د اسرائيل د دې خلاف وزريو تسلسل د نړيوال قانون له مخې د اسرائيل د ذمه وارو او د غزه شخړې خاتمې لپاره د جامع منصوبې په جار خلاف ورزي ده ۔ دوي ووئيل دا اقدامات د منصوبې په دوېم پړاٶ عملدرامد لپاره روانو نړيوالو او سيمه اېزو هڅو ته زيان رسوي په خاص توګه د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د ھغه اعلان نه پس چې د فلسطين ډلو د روډ ميپ پشمول د وسلې د تجديد په اړه شقونه تسليم كړې دي٬ دوي خبردارے وركړو چې دا صورتحال سياسي عمل له مينځه وړلو، د تاٶ تريخوالي نوې پړاٶ رامخې ته كولو او په غزه كښې انساني بحران د لا سنګين جوړولو سبب جوړېدے شي۔ خارجه وزيرانو په دې خبره زور راوړو چې د وګړو تحفظ، د طبي مرکزونو او د صحت و انساني همدردۍ په څانګو كښې د خدمات ترسره كونكې عملې سلامتيا او د غزه په ټوله پټۍ كښې انساني مرسته، طبي سامان او د مرستې څيزونو په سمدستي٬ محفوظ او د كومو هنډانو نه غېر رسنه باوري كول قانوني ذمه واري ده د كومې چې په هېڅ صورت سودا نشي كېدې۔ دوي زياته كړه چې په غزه كښې د اسرائيل روانې خلاف ورزۍ په مقبوضه لويديزه غاړه كښې د آبادکارو بريدونه، د غير قانوني كليو پراختيا او په مقبوضه يروشلم كښې د تاريخي او قانوني اسټيټس-کو بدلولو يو اړخيزه اقدام څخه جلا نشي كتلې كېدې٬ د دوي له مخئ دا ټول اقدامات يو كولو سره د طاقت په زور زمكيز حقائق د مسخ كولو د منظمې پاليسۍ برخه دي كوم چې د دوه رياستي حل بنيادونه کمزوري كوي او د فلسطيني اولس جائز حقونه نظرانداز كول د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو بېخي خلاف ورزي ده۔ خارجه وزيرانو په نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه وكړه چې ھغوي دې خپلې قانوني او اخلاقي ذمه وارۍ ترسره كړي او داسې عملي او موثر ګامونه دې واخلي چې د لارې ئې اسرائيل د نړيوال قانون په خاص توګه د نړيوال بشري قانون او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد 2803 له مخې خپلې ذمه وارۍ په ترسره كولو مجبور كړے شي٬ دوي د سنګينو خلاف ورزيو د ذمه وارو د احتساب په باوري كولو هم زور راوړو دغسې چې د وګړو تحفظ ممكن شي، په تړون د عملدرآمد مكمل امكانات په ځاے پاتې شي او مستقل جنګ بندۍ لپاره لاره هواره شي۔ خارجه وزيرانو مقبوضه فلسطين سيمې په اسرائيل كښې ضم کول، په هغې د اسرائيل خپلواكي مسلط کول، يا د فلسطين ورور اولس جبراً د بے دخله كولو هره هڅه په سپينو ډكو مسترد كړه۔ دوي د دې خبرې پخلے وكړو چې د منصفانه او جامع امن يوازنې لاره د يو سنجيده سياسي عمل پېل دے ٬ كوم چې تر دوه رياستي حل رسېږي چې له مخې ئې د 1967 د پولو په بنياد يو آزاد او خپلواكه فلسطين رياست جوړ شي چې ختيز يروشلم وي









