فيلډ مارشل سيد عاصم منير د صوماليه امنيتي نظام لا قوي كولو او په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره د پاكستان د بشپړه مرستې د عزم پخلے وكړو

  اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د صوماليه امنيتي نظام لا قوي كولو او په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره د پاكستان بشپړه مرستې لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ د زيارت په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخئ فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د وفاقي …

 

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د صوماليه امنيتي نظام لا قوي كولو او په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره د پاكستان بشپړه مرستې لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ د زيارت په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخئ فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د وفاقي جمهوريه صوماليه د دفاع وزير سفير احمد معلم فقي په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د منطقې په امنيتي وضعه او دوه اړخَيزه دفاعي او امنيتي مرستې ته لا ودې وركولو لپاره په ګامونو د خَيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو ډلو د مشترکه سکيورټي چيلنجز مخه نيوي  لپاره په عسکري كچه اړيكې لا قوي كولو او د كار استعداد زياتولو لپاره د اقدامات په اهميت زور راوړو۔ د صومالي پلاوي مشر سيمه ايز امن او استحکام ته ودې وركولو كښې د پاکستان د مستقل مرستې او د پاك پوځ د وظيفائي كردار ستائنه وكړه۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير د صوماليه امنيتي نظام لا قوي كولو او په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره د پاكستان د بشپړه مرستې له د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں