اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په بلوچستان كښې په استخباراتي بنياد په كامياب آپريشنز ردّ الفتنه-3 امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په واشک او مستونګ كښې د هند په سرپرستي كښې د فتنة الهند د 12 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي …
صدر مملکت آصف علي زرداري په بلوچستان كښې د آپريشنز ردّ الفتنه-3 له مخې په كامياب آپړېشنز امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په بلوچستان كښې په استخباراتي بنياد په كامياب آپريشنز ردّ الفتنه-3 امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په واشک او مستونګ كښې د هند په سرپرستي كښې د فتنة الهند د 12 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د هند په سرپرستي كښې د فتنه الهندوستان د ترهګرو په ضد كامياب عمليات د امنيتي ځواكونو د عزم او مهارت څرګندونه ده۔ صدر مملکت ووئيل فتنه الهندوستان او د دوي سهولت كار د پاکستان امن، استحکام او د پرمختګ دښمنان دي، د هغوي ناوړه عزائم به په هر صورت ناكامه كولې شي۔ صدر مملکت دعا وكړه چې الله پاك دې د پاکستان په هر ګوټ كښې امن و استحکام او زمونږ سيکيورټي فورسز ته په هر محاذ كاميابۍ وركړي










