د ازبکستان او کرغزستان تر مينځه د  دوو سرحدي كليو د منتقلۍ عمل پېل شو

  تاشقند۔6 اګست  (اے پي پي)د ازبکستان او کرغزستان  لوظ نامې تر مخه د دوو سرحدي كليو چون ګارا او تاش ټوبو د ازبکستان نه کرغزستان ته د  منتقل كولو لپاره  انتظامي او تکنیکي کارروائۍ په رسمي توګه پېل شوي دي ۔د شنهوا   تر مخه د کرغزستان د هاتکن ولايت انتظامیې تر مخه دا عمل د دواړو هېوادونو تر مينځه د ریاستي پولې د حد بندۍ او  د زمكې تبادلې …

 

تاشقند۔6 اګست  (اے پي پي)د ازبکستان او کرغزستان  لوظ نامې تر مخه د دوو سرحدي كليو چون ګارا او تاش ټوبو د ازبکستان نه کرغزستان ته د  منتقل كولو لپاره  انتظامي او تکنیکي کارروائۍ په رسمي توګه پېل شوي دي ۔د شنهوا   تر مخه د کرغزستان د هاتکن ولايت انتظامیې تر مخه دا عمل د دواړو هېوادونو تر مينځه د ریاستي پولې د حد بندۍ او  د زمكې تبادلې  په اړه د لوظ نامو تر مخه مكمل كېږي ۔ په 24 جولائي د کرغزستان  کدامجائے اولسوالۍ كښې  د مشترکه ورکنګ کمیشن  غونډه وشوه  چې پكښې د ځايي استوګنو د قانوني حیثیت، د ممکنه كډې كولو  د  لارو چارو ، جائیداد او د معاشي معاملات بشمول په مهمو چارو غور وكړے شو۔ د سرحدي حد بندۍ لوظ نامې تر مخه د ازبکستان فرغانه ولايت په انتظامي اختیار كښې  پاتي كېدونكې كلي  چون ګارا او تاش ټوبو اوس په کرغزستان كښې شاملولې شي ۔ د ابتدائي معلومات تر مخه د دې دواړو كليو مجموعي آبادي نزدې  په 2500 كسانو مشتمل ده ، چې پكښې  اکثریت د نسلي کرغز استوګنو دے ۔د چارواكو تر مخه دا وخت د مقامي استوګنو د رجسټریشن عمل روان دے  ، د كومې نه پس به چې دوي له د کرغزستان شهریت تر لاسه كولو لپاره قانوني کارروائۍ مکمل کول وي ۔د لوظ نامې تر مخه  د دې دوو كليو  په بدل به كرغزستان پخپله سرحدي پټۍ كښې هم دومره زمكه ازبکستان ته وركوي

 

مزید خبریں