اسلام آباد 06 اګست(اے پی پی)پاكستان وئېلي دي په آبنائے هرمز كښې د روان تعطل خاتمه د خليج او مينځني ختيز په خاص توګه ايران او امريكې ترمينځه د پراخه شخړې هواري لپاره ډېره مهمه ده ٬د پاكستان لخوا د سيمه ايز بحران جامع٬منصفانه او تل پاتي حل لپاره به د كېدونكو ټولو مخلصانه سفارتي هڅو ملاتړ روان ساتلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند طاهر حسين …
د آبنائے هرمز په معامله پيشرفت به په پراخه كچه سيمه ايز تاؤ تريخوالي ختمولو لپاره سازګار ماحول پېدا كوي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي پريس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست(اے پی پی)پاكستان وئېلي دي په آبنائے هرمز كښې د روان تعطل خاتمه د خليج او مينځني ختيز په خاص توګه ايران او امريكې ترمينځه د پراخه شخړې هواري لپاره ډېره مهمه ده ٬د پاكستان لخوا د سيمه ايز بحران جامع٬منصفانه او تل پاتي حل لپاره به د كېدونكو ټولو مخلصانه سفارتي هڅو ملاتړ روان ساتلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ په مهال كړې۔ده ووئيل پاكستان تاؤ تريخوالي كښې كمي او خبرو اترو لپاره وروڼو هېوادونو سره سفارتي رابطې روانې ساتلې دي۔ده ووئيل د آبنائے هرمز په معامله پيشرفت به په پراخه كچه د سيمه ايز تاؤ تريخوالي خاتمې لپاره سازګار ماحول پېدا كوي كوم څخه به چې ايران او امريكې ترمينځه بيا دخبرو كولو لاره هم هواره شي۔ده ووئيل پاكستان به سفارتي رابطې په لا فعاله انداز روانې ساتي او د بحران حل لپاره به ټولو مخلصانه اقداماتو ملاتړ كوي ځكه چې په منطقه كښې تل پاتي امن او استحكام يواځنۍ د عمل وړ سفارتكارۍ لاره ده۔وياند ووئيل اومان تل په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره رغنده كردار ادا كړے ٬پاكستان د اومان د قدر وړ خذمات او تاؤ تريخوالي كښې كمي او د شرېكې بقا ودې لپاره دا مستقل هڅې تسليم كړي او دې ته يې د قدر په نظر كتلې دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل آبنائے هرمز كښې روان تعطل د خليج بحران د تل پاتي حل هڅې لا پيچلې كړی دي۔ده ووئيل د آبنائے هرمز په معامله كوم هم معنې لرونكې پشرفت څخه به ډلو لپاره اسلام آباد مفاهمتي يادښت او د پاكستان-قطر شريكه اعلاميه كښې تصور كړے مذاكراتي فريم ورك پلو بيرته تللو له سازګار ماحول راپیدا شي۔ده ووئيل هيله لرو چې د آبنائے هرمز په اړه به د كومې هم لوظ نامې څخه پرله پسې د خبرواترو لاره هواره شي په خاص توګه ايران او امريكې ترمينځه به د تكنيكي خبرو بحالي ممكن شي۔وياند ووئيل د تېرې اوونۍ په مهال د پاكستان سفارتي هلې ځلې د سيمه ايز استحكام او د خبرو ودې لپاره د دې عزم عكاس دي۔ده ووئيل نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جولائي په 30مه نيټه د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره په ټېليفون خبرې كړي چې پكښې دواړو لارښودو د بحيره احمر٬باب المندب او فلسطين پشمول به سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ده ووئيل د اګست په 3مه نيټه نائب وزيراعظم د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سره هم په ټيليفون خبرې كړي٬دواړو لارښودو د مقبوضه ختيز بيت المقدس د ناوړه صورتحال پشمول په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې او پاكستان د ايران خارجه وزير ته د اسلام آباد سركاري دورې بلنه هم وركړې۔طاهر حسين اندرابي ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د 6 نه تر 8 اګست د سعودي عرب په سركاري دوره دے چرته چې د هغه سره نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير او نور وفاقي وزيران پشمول اعلٰی كچ پلاوي هم دے۔ده ووئيل د دورې پھ مهال به وزيراعظم د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ملاقات كوي چې پكښې به دوه اړخيزې اړيكې لا قوي كولو په طريقو او په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔وياند ووئيل هر څو چې دا دوره د خليج په منطقه كښې د زيات شوي تاؤ تريخوالي په لړ كښې كيږي خو د دې اهميت د ناڅاپي بحران څخه څو چنده زيات دے٬د دورې څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي٬تزويراتي مرستې ته به لا پراختيا ترلاسه شي٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به همغږي زياته شي او ګڼ اړخيزه مرستې ته به وده ترلاسه شي۔ده د نائب وزيراعظم 5 اګست عمان كښې د راجوړې د مقبوضه بيت المقدس په اړه وزارتي غونډه كښې د ګډون هم ذكر وكړو چرته چې پاكستان فلسطيني اولس لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلې كولو سره د 1967 څخه په وړاندې پولو مشتمل د يو آزاد او په جغرافيائي توګه متصل فلسطيني رياست جوړولو له د ملاتړ پخلے وكړو د كوم چې دارالحكومت القدس شريف وي۔ده ووئيل د كنفرنس په موقع د مصر٬پاكستان٬سعودي عرب او تركيه خارجه وزيرانو هم ملاقاتونه كړي او د فلسطيني اولس ناقابل تنسيخ حقونو لپاره يې د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخولو سره سيمه ايز امن٬استحكام او تاؤ تريخوالي كښې د كمي ودې لپاره پرله پسې مشاورت او د سفارت كارۍ په اهميت زور راوړے۔د باب المندب څخه په تېرېدونكو تجارتي بيړيو د بريدونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان تل د دې بريدونو غندنه كړی ده۔د افغانستان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان افغان چارواكي د خپل سنګين تشويش څخه خبر كړې دي چې ترهه ګرې ډلې د افغان خاوره په كاولو د پاكستان دننه بريدونه كوي۔ده ووئيل پاكستان پرله پسې په افغان حكومت زور راوړے چې هغوي دا خبره باوري كړي چې د هغوي زمكه د كوم هم بل هېواد په ضد ترهه ګرۍ لپاره استعمال نه شي۔ د جمو و كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند د آزاد جمو و كشمير قانون سازې اسمبلۍ روانو ټاكنو په اړه د هند بيانونه بې بنسټه او په سياسي محركات اډانه ګرځولو سره رد كړل ۔ده ووئيل انتخابات د آزاد جمو و كشمير آئيني او قانوني فريم ورك له مخې په سپيځلې او منظم انداز كښې كيږي۔ده د پاكستان د دې دريځ پخلے وكړو چې جمو و كشمير په يو نړيواله كچه يوه تسليم شوې متنازعه سيمه ده د كومې چې حتمي پريكړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوند قراردادونو او د كشميري اولس خوښې له مخې پكار ده۔د بنګله ديش په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د پاكستان او ډهاكه ترمينځه سفارتي روابط د معمول سفارتي ذريعو ت رمخه روان دي او تر كومې يوې پیښې محدود نه دي۔ده ووئيل پاكستان د نورو هېوادونو كورنيو چارو كښې مداخلت نه كوي٬ځكه د بنګله ديش اوسني صورتحال په اړه كومه تبصره نه كوو ۔د هند د يو بيان حواله وركولو سره د خارجه دفتر وياند ووئيل دا معامله د نوې ډېلۍ او ډهاكه ترمينځه ده او د بنګله ديش اولس خپلې مسائل د كوم بهرني مداخلت نه بغېر پخپله د حل كولو بشپړ صلاحيت لري۔ده ووئيل پاكستان د بنګله ديش د خپلواكۍ پريكړو احترام كوي او د پرمختګ و خوشحالۍ لپاره به د هغوي سره مرسته روانه ساتي۔









