ملګري ملتونه ۔6اګست (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سامتي كونسل نه غوښتنه كړې ده چې د هند د ِتسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو او د آبادۍ په تناسب كښې د بدلونونو د اقدامات نوټس واخلي او په هند زور راوړي چې هغه د 5 اګست 2019 يو اړخيزه اقدامات بېرته واخلي ۔ نائب وزیراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د …
سلامتي کونسل دې د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو ٬ د ودانۍ تناسب د بدلونونو اقدامات نوټس واخلي ، پاکستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔6اګست (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو سامتي كونسل نه غوښتنه كړې ده چې د هند د ِتسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو او د آبادۍ په تناسب كښې د بدلونونو د اقدامات نوټس واخلي او په هند زور راوړي چې هغه د 5 اګست 2019 يو اړخيزه اقدامات بېرته واخلي ۔ نائب وزیراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د سلامتي کونسل موجودہ صدر او د ډنمارک مستقل استازې سفیرې کرسټینا مارکس لاسن په نامه يوه چيټۍ لېږلې ، كومه چې ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي سفیر عاصم افتخار احمد د کونسل صدر ته وسپارله۔نائب وزیراعظم په چيټۍ كښې د کونسل پام ډومیسائل قوانین، د زمكې د ملکیت ضابطو ، انتخابي انتظامات او انتظامي ډھانچه كښې د بدلونونو د لارې د هند د ِتسلط لاندې د جموں و کشمیر آبادیاتي ، سیاسي او كلتوري کردار بدلولو له د هندوستان پرله پسې هلو ځلو پلو راګرځولے دے ، چې پكښې نزدې 3.4 ملین غیر مقیم كسانو ته ډومیسائل سرټیفکیټ جاری کول هم شامل دي ۔ چيټۍ كښې د هند غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو د پرله پسې ناوړه كېدونكې صورتحال باندې سخته اندېښنه ښكاره كړې شوې ، چې پكښې د خپلې خوښې حراستونه ، ماورائے عدالت قتلونه ، جبري بې دركۍ، تشدد، د رائے په اظهار بندېزونه او د امناكه اجتماع او د سخت قوانین بشمول پبلک سیفټي ایکټ ،د وسله والو پوځ ایکټ (پي ایس اے ) او سپیشل پاور ایکټ ،د مخ نيوي ایکټ (یواے پي اے ) پلو اشارہ شوې ده ۔چيټۍ كښې د کشمیري سیاسي لارښودو بشمول د شبیر احمد شاہ، یاسین ملک، او د آسیه اندرابي سره سره د خبريالانو ، وکيلانو، د بشري حقونو محافظانو او د سول سوسائټۍ کارکنانو د پرله پسې نظربندۍ او د ظلم و ستم پلو پام راګرځولے شوے دے ۔ سيمه ايز امن او سلامتیا لپاره د هندۍ کارروائۍ مضمرات نوټ كولو سره ، نائب وزیراعظم خبردارے وركړے چې جموں و کشمیر كښې د 7 نه تر 9 لاکھ سکیورټي اهلکارو په ځائے كول ، سخت بیانات او د سندھ طاس لوظ نامې معطل کول هندۍ پرېكړې سوئېلې اسيا كښې د تاو تريخوالي او د امن و استحکام لپاره خطرې زياتې كړې دي۔چيټۍ كښې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل نه غوښتنه شوې چې د جموں و کشمیر په اړه پخپلو قراردادونو عمل درآمد لپاره په هند زور راوړي چې هغه د 5 اګست 2019 اقدامات بېرته واخلي ، د مقبوضه سيمې حیثیت او د آبادیاتي ساخت بدلولو ټول اقدامات بند کړي ، د کشمیریانو د بشري حقونو احترام وكړي ، او د حقیقي امن لپاره د خبرو اترو عمل كښې شامل شي ۔










