اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف چين سره تزويراتي شراکت داري لا قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي رابطو ٬ سياسي او د پارلماني تبادلو په اهميت زور راوړے دے٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وليدل۔ د وزيراعظم …
وزيراعظم شهباز شريف سره د چين سفير جيانګ زيډونګ وليدل، د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي رابطو ٬ سياسي او د پارلماني تبادلو په اهميت زور

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف چين سره تزويراتي شراکت داري لا قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي رابطو ٬ سياسي او د پارلماني تبادلو په اهميت زور راوړے دے٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وليدل۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې سفير وزيراعظم ته د چين صدر شي جن پنګ يو چيټۍ وركړه چې پكښې د کميونسټ پارټي آف چائنا په 105مه سالګره د وزيراعظم لخوا د چيټۍ مننه شوې وه۔ د دواړو هېوادونو په شريكو اړيكو كښې په مثبت پېشرفت رڼا اچولو سره وزيراعظم چين سره “آل ويدر سټريټيجک شراکت داري” لا مستحکمولو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړٶ۔ وزيراعظم په دې موقع په اولسي رابطو ٬ سياسي او د پارلماني تبادلو په اهميت هم زور راوړو۔ په ملاقات كښې د شريكې مرستې او خوښې په سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔(










