وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود په بلنه د سعودي عرب په دوره روان شو

  اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شيخ محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود په بلنه د سعودي عرب په دوره روان شوے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيران …

 

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شيخ محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود په بلنه د سعودي عرب په دوره روان شوے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيران خواجه محمد آصف، عطاء الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري دي۔ وزيراعظم به د سعودي عرب دورې په مهال  ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آلسعود سره ملاقات كوي چې پكښې به د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ په اړيكو او  د شراكتدارۍ لا قوي كولو سره د منطقې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال عمره كوي او په مدينه منوره  كښې به په روضه رسول صلي الله عليه وسلم حاضري وركوي۔ د وزيراعظم د سعودي عرب دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه په لسيزو اډانه د اوږدې مودې اړيكو٬ شريك باور او د ورورولۍ عكاسي كوي٬ دا دوره د منطقې د صورتحال لنډې مودې اثراتو په پس منظر كښې كېږي او دواړه هېوادونه به تزويراتي مرستې، شريكو اړيكو ، په سيمه ايزو او نړيوالو چارو همكارۍ او مرستې ته لا پراختيا وركوي