په ګرد هېواد كښې د پوليس شهيدانو په ورځ دستوره٬پوليس شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې

  اسلام آباد 06 اګست(اے پی پی)د هېواد په بېلا بيلو ښارونو كښې د پوليس شهيدانو ورځې په موقع راجوړو كړو دستورو كښې  د پوليس شهيدانو لازواله قربانيو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی شوې ۔د پوليس شهيدانو په ورځ په كراچۍ كښې راجوړه كړی دستوره كښې د سندھ وزيراعلٰی او د كراچۍ كور كمانډر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د عقيدت پيرزوئنې يې وړاندې …

 

اسلام آباد 06 اګست(اے پی پی)د هېواد په بېلا بيلو ښارونو كښې د پوليس شهيدانو ورځې په موقع راجوړو كړو دستورو كښې  د پوليس شهيدانو لازواله قربانيو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړی شوې ۔د پوليس شهيدانو په ورځ په كراچۍ كښې راجوړه كړی دستوره كښې د سندھ وزيراعلٰی او د كراچۍ كور كمانډر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د عقيدت پيرزوئنې يې وړاندې كړې۔د پوليس شهيدانو ورځ په موقع پېښور كښې دستوره وشوه چې پكښې اعلٰی عسكري٬پوليس او سول چارواكو ګډون وكړو ۔د دستورې خاص مېلمنو د پېښور كور كمانډر د پوليس فورس د لوړې حوصلې او ترهه ګرۍ په ضد د مړانې كردار د وياړ وړ وګرځولو ۔د پوليس شهيدانو په ورځ د بلوچستان(ساؤته)  ايف سي آئي جي د پوليس لائنز تربت دورې كولو سره شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې٬ د بلوچستان(ساؤته) ايف سي آئي جي د شهيدانو په ياګار حاضري وكړه٬د ګلونو څادر يې وغوړولو او فاتحه خواني يې وكړه٬د بلوچستان (نارتھ)ايف سي آئي جي كوئټه٬ډيره بګټي٬ژوب٬سبي٬قلعه سيف الله كښې د پوليس شهيدانو په قبرونو فاتحه خواني وكړه٬دغسې د بلوچستان(نارتھ)ايف سي آئي جي د پوليس شهيدانو كورنيو سره ملاقات كښې د شهيدانو قربانيو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې٬د پوليس شهيدانو ورځ په موقع  د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د خېبرپښتونخوا بيلو ځايونو دستورو كښې ګډون وكړو ۔ د پوليس شهيدانو په ورځ مومند٬ډي آئي خان٬دير٬چترال٬هنګو٬كوئټه٬ژوب٬تربت او سبي كښې هم دستورې وشوې٬د پوليس شهيدانو په ورځ د خېبرپښتونخوا اهلكارو د پاك پوځ سره اوږه په اوږه د ترهه ګرۍ بشپړه خاتمې له خپل عزم تكرار كړو٬