د جمو و کشمير خاص آئيني حيثيت ختمولو اقدام د هند رياستي ترهګرۍ بدترين مثال دے۔ پاکستان

  ملګري ملتونه 06 اګست (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې وئيلي دي د هند لخوا د 90 زره عسكرو كارولو باوجود  په 5 اګست 2019 د جمو و کشمير خاص آئيني حيثيت ختمولو  اقدام د هند د رياستي ترهګرۍ بدترين مثال دے ۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ په سلامتي کونسل كښې "د ترهګرۍ …

 

ملګري ملتونه 06 اګست (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې وئيلي دي د هند لخوا د 90 زره عسكرو كارولو باوجود  په 5 اګست 2019 د جمو و کشمير خاص آئيني حيثيت ختمولو  اقدام د هند د رياستي ترهګرۍ بدترين مثال دے ۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ په سلامتي کونسل كښې “د ترهګرۍ اقدامات څخه نړيوال امن او سلامتيا ته د رامخې ته خطرو” په سرخط مباحثې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده  د پنځم اګست كال 2019 د هند لخوا د هندي آئين آرټيکل 370 او 35(A) په يو اړخيزه توګه منسوخ كول   غېر آئيني٬ غير قانوني يادولو سره دغه د ملګرو ملتونو د قراردادونو بېخي خلاف ورزي ګرځولو سره د دغې غندنه وكړه۔ ده ووئيل چ آرټيکل 370  مقبوضه جمو و کشمير له خاص آئيني حيثيت، خپل آئين، خپل بېرغ او كورنۍ خپلواكي وركوي او آرټيکل 35(A) د رياست مستقل وګړو ته سرکاري ملازمت، جائيداد او د ژوند كولو خاص حقونه وركوي۔ ده ووئيل په دې ورځ کشميريان څوك چې د تېرو اوو لسيزو راهسې بې انصافۍ، محرومۍ او د سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ د تسليم شوي حق نه د سرغړونې سره مخ دي ٬ د جبر د يوې نوې چپې سره مخ كړې شوې دي۔ پاکستاني استازي ووئيل د ترهګرۍ خاتمه يوازې د كوټلو٬ جامع او نړيوالو هلو ځلو د لارې ممكن ده چې پكښې د دوه مخيز معيار يا امتيازي رويې هېڅ ګنجائش نه وي٬ دې لپاره د ترهګرۍ د بنيادي وجوهات او په داسې سياسي مقاصدو اډانه تګلارې مخ نيوي ضروري دے كومه چې د حالاتو نه د ګټې اغستو سره ترهګرۍ ته وده وركوي