مدینه المنورہ۔6 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار مدینې منورې ته ورسېدو چرته چې هغه د رسول پاك ۖ په روضه حاضري کولو سره درود و سلام وړاندې كړل او عبادات و نوافل يې وکړل ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر تر مخه نائب وزیراعظم د خپلې مدینې منورې دورې په مهال د پاکستان امن، ترقۍ او خوشحالۍ سره سره د …
د نائب وزیراعظم په مدینه منورہ كښې د رسول پاك ۖ په روضه حاضري ،نوافل هم ادا كړے شول
مدینه المنورہ۔6 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار مدینې منورې ته ورسېدو چرته چې هغه د رسول پاك ۖ په روضه حاضري کولو سره درود و سلام وړاندې كړل او عبادات و نوافل يې وکړل ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر تر مخه نائب وزیراعظم د خپلې مدینې منورې دورې په مهال د پاکستان امن، ترقۍ او خوشحالۍ سره سره د مسلمانانو خېر ښېګړې لپاره خاص دعاګانې وغوښتلې۔ نائب وزیراعظم جبلِ اُحد ته هم لاړو چرته چې هغه د حضرت امیر حمزہؓ په مزار حاضري وركړه ، فاتحه خواني يې وكړه او د غزوہ اُحد ټولو شهيدانو لا لوړو درجو لا يې دعا وكړه












